Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اداري اصلاحاتو کمېسیون لخوا په ۱۷۵زره بستونو کې د کسانو ګمارنه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د هېواد په کچه وزارتونو، دولتي بنسټونو او د ښوونکو په بستونو کې د ۱۷۵۰۰کسانو له ګمارنې خبر ورکوي.

یاد بنسټ وايي ۱۱۵۰۰د ښوونکو بستونه پر پوهنې وزارت پورې اړوند ډک شوي او همداراز ۶زره پنځ او شپږم درج بستونه هم په نورو ادارو کې.

د کمېسیون د مسوولینو په وینا د ګمارل شویو کسانو له ډلې ۳۵ سلنه یې ښځې دي.

دوی وايې ډک شویو بستونو کې کسان د کانکور سیستم پر بنسټ ګمارل شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون څرګندوي چې د ډکو شویو بستونو لپاره ګمارنه د ۱۳۹۸ مالي کال له پیله په ۳۴ ولایتونو کې پیل شوې وه چې نن(یکشنبې د غبرګولي په ۱۲مه نېټه) دا بهیر پایته ورسید.

دوی وايي ډېر شمېر بستونه ډېر کلونه تش وو چې د کمېسیون لخوا د اړوندو بنسټونو په مرسته تر پېژندګلوي وروسته ډک شوي دي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېر یو نیم کال کې کابو ۳۵زره او ۲۰۰ د ښوونکو، پنځم او شپږم بستونو ته په ټول هېواد کې ډک شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي چې د یادو بستونو ازموینه یې د کانکور سیسټم له مخې اخیستی وو

شریک یي کړئ