Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارزګان په څلور ورځنۍ جګړه کې ۲۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي

د ارزګان ولایت ځايي چارواکو نن (پنچشنبې د تلې په ۱۳ مه) د دې پخلی کړی چې په دغه ولایت کې د طالبان او امنیتي ځواکونو ترمنځ د څلور ورځنۍ جګړې په پایله کې ۲۴ تنه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې دغه نښتې د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې پیل شوي وو چې د هغه په پایله کې د ملي پوځ ۱۸ سرتېري او ۶ پولیس شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری، د دغې پېښې د شهیدانو شمېر کابو ۲۰ تنه بولي او ټينګار کوي چې دغه ځواکونه پر وخت د مرستو نه رسېدو له امله وژل شوي دي.

هغه څرګنده کړه:«له بده مرغه د دښمن په یوه شدید برید کې،دوی دېر مقاومت وکړ، له ځانه زړورتیا وښوده؛خو په پای کې ځکه چې فشار زیات وه او زموږ قطعاتو هم ونه شوای کړی په خپل وخت ورسېږي او دوی شهید شول.»

د دغو ځواکونو هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د خلکو له توندو غبرګونو سره مخامخ شوي دي.

د مدني ټولنې فعال هارون معترف په دې اړه وویل:«هره ورځ د جګړې په جبهو کې موږ دخپلو سرتېرو له وژلو سره مخ یوو؛ یا اکمالات نه رسېږي او یا هم ډوډۍ یا هم له د ترهګرو له خوا اسیرېږي.»

خو د حکومت اجراییه رییس د افغان ځواکونو له سرښندونو ستاینه کوي.

عبدالله عبدالله وايي:«د خپلو امنیتي ځواکونو څخه باید یادونه وکړو او د هغوی ستاینه وکړو او د شهیدانو روح ته دعا وکړو.»

دا لومړی ځل نه دی چې امنیتي ځواکونه په ډله‎ییزه توګه د طالبانو او نورو ترهګرو په بریدونو کې مړه او یا ټپي کېږي.

د ملي شورا یو شمېر غړي په امنیتي، دفاعي او کشفي ادارو کې د سم مدیریت او همغږۍ نشتوالی د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.

که‎څه هم امنیتي چارواکو د لنډ مهال لپاره د چوره ولسوالۍ د ځینو برخو پرځېدل تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې د تازه دمي ځواکونو را رسېدو سره دغه سیمې بېرته نیول شوي دي.

شریک یي کړئ