Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ او سپيدار ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د کرزي او سیاف هڅې

له جهادي او سیاسي څېرو عبدرب الرسول سیاف او پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ارګ او سپيدار ترمنځ د شخړو د حل لپاره منځګړيتوب پيل کړی دی.

د لوړې له مراسمو وروسته دغو دوه سیاسي څېرو تراوسه دوه ځله له عبدالله عبدلله سره لیدلي او سلامشورې کړې دي.

د ښاغلي سیاف ویاند مسعود ترشتوال وايي چې دغه منځګړیتوب د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره دي او په دې اړه لیدلوري هم نږدې دي:«هغه اجنډا چې وکړای شي د افغانستان د سلامتۍ ضمانت وکړي او یو پراخه، ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او په افغانستان کې ټول لوري او دخیل سیاسوالان ځان د حکومت په ایینه کې وویني، د دغو موضوعګانو د اصولو په اړه اړین بحثونه شوي دي.»

ورته مهال ولسمشر غني د نوي کال په مناسبت په خپل پيغام کې له سیاستوالانو غوښتي چې سولې ته د رسېدو لپاره یو موټی شي:«د هېواد سیاسي طبقه باید لاسونه سره ورکړي او ټول سره یوځای د دغه هېواد د اصلي مالکانو یعنې د افغانستان د خلکو د هیلو د حققت کېدو په لورې حرکت وکړو.»

خو د عبدالله عبدالله ملګري، هیله لري چې رامنځه شوې شخړې د خبرو اترو له لارې حل شي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد په دې اړه وویل:«داسې یو حالت دی چې دواړه ستونزې درک کوي او په ځانګړې توګه تر کومه ځایه چې زه له عبدالله عبدالله سره نږدې اړیکې لرم وینم چې ډاکټر عبدالله ډېره هڅه کوي چې وضعیت متشنجه نه شي او یوه حل لارې ته ورسېږي.»
 
له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل نوروزي پیغام کې ویلي چې افغان مشران باید د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د یوه ټول ګډونه حکومت په هکله هوکړه وکړي:«تر ټولو ښه ډالۍ چې افغان مشران یې کولای شي په دې وخت کې خپل هېواد ته یې ورکړي، د یوه ټول ګډونه حکومت په هکله دې سره هوکړې ته ورسېږي او سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.»

د ولسي جرګې ځينې غړي هم وايي که چېرې سیاسي شخړې حل نه شي، د سولې هڅې په هم پایله ونه لري.

د ولسي جرګې غړی ضیا الدین اکازی وايي:«دوی (اشرف غني او عبدالله عبدالله) په خپل منځ کې شخړه لري او د دوی جنجالونه د دې لامل به شي چې سوله هم پایله ونه لري.»

د ارګ او سپیدار ترمنځ شخړې له هغې وروستې زور واخیست چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هم مهاله د لوړې مراسم ترسره کړل او دواړه د ولسمشر په توګه ځانونه اعلان کړل. خو د بهرنیو هڅو سربېره، دواړه لوري تراوسه هوکړې ته سره نه دي رسېدلي. 

زلمی خلیل‌زاد نیز تاکید کرده‌است که برای پایان بخشیدن به بحران سیاسی، رهبران افغان باید روی یک حکومت همه‌شمول به توافق برسند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه