Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ارګ او نور د شخړو له دوام سره بلخ کې د پانګونې ۳۰ سنله کموالی

د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ د شخړو له دوام سره، په بلخ ولایت کې د نورو برخو سربېره، د پانګونې پر بهیر هم منفي اغېزه کړې ده.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس ارش یونسي وایي په دغه ولایت کې ۳۰ سلنه پانګونې کمې شوي.

نوموړی زیاتوي چې د دې ستونزې اصلي عامل د ارګ او عطامحمد نور د لانجو دوام دی.

ښاغلي یونسي زیاته کړه:«یوه جدي اندېښنه له دې امله رامنځته شوې چې د دغو شخړو راتلونکی به څه وي؟ په ځانګړې توګه د پوځي خوځښتونو خبره چې خپرېږي. پانګوال له بهر او دننه له هېواده د وضعیت پوښتنه کوي. داسې نه وي چې کومه پېښه رامنځته شي او پانګه یې له‎منځه ولاړه شي.»

له دې سره په بلخ کې ځينې پانګوال او سوداګر له دغه وضعیته اندېښمن دي.

یو له دغو سوداګرو عبدالمتین قسیم دی هغه وايي چې شپږ میاشتې وړاندې په مزارشریف کې د چاکلیټو یوه کارخونه جوړه کړي، وايي داسې کارخونه که‎چېرې پر فعالیت پیل وکړي د ورځې تر دوه زره کیلو ګرامه چاکلیټ به تولید کړي.

هغه زیاته کړه:«د کار خونو ټول مالکان له دغو شخړو اندېښنه لري. موږ له حکومته غواړو چې د دغه وضعیت برخلیک روښانه کړي ترڅو موږ وکړای شو په ارامه خپل کار او بار ته دوام ورکړو.»

اخوا تر دې دمه په بلخ کې د ارګ او جمعیت اسلامي د لانجو برخلیک روښانه نه دی او د کابو ۴۰ ورځو په تېرېدو سره خبرې بیا هم بې پایلې پاتې دي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس ارش یونسي وایي په دغه ولایت کې ۳۰ سلنه پانګونې کمې شوي. نوموړی زیاتوي چې د دې ستونزې اصلي عامل د ارګ او عطامحمد نور د لانجو دوام دی.

شریک یي کړئ