ولسمشر غني تېره ورځ( د غبرګولي۱۹مه) د شانګهای ناستې په څنډه کې چې د چین په چینګداو ښار کې ترسره شوه د تاجکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره وکتل.
د تاجکستان ولسمشر په دې لیدنه کې د تروریزم پر ضد یې په ګډې سیمهییزه همکارۍ ټینګار کړی دی.
د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزو او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا، پراختیا او په ځانګړي ډول د اقتصادي، سوداګریزو، امنیتي او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو خبرې کړې دي.
ښاغلي رحمان د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې بهیر او وسلهوالو طالبانو سره د یو طرفه اوربند ملاتړ کړی او دا د سولې او د سیمې د ثبات لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې باثباته افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
له بلې خوا ولسمشر غني د سیمې اقتصادي او ترانزیتي همکاریو کې د تاجکستان رول مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې تاجکستان د برېښنا د صادرونکي او افغانستان د برېښنا د ترانزیټ په مرسته سیمهییز اتصال او سیمهییز اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي.

په همدې حال کې ښاغلي غني په یوه بله لیدنه کې د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف سره په د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو په ټینګښت او د سیمې په موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د ازبکستان ولسمشر د خپل هېواد او خلکو په استازیتوب ولسمشر غني او افغانانو ته په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو هيله څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د سولې پروسې په تحقق کې به ازبکستان نه یوازې دا چې افغانانو سره مرسته کوي بلکې د نړۍ نور دوست هېوادونه به هم دې ته وهڅوي چې د دغې پروسې په کامیابولو کې افغانانو سره مرسته وکړي.
دواړو غاړو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه وویل چې اوس یو لوی اقتصادي لیدلوری موجود دی او د ازبکستان له لارې به د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري لا پراخه شي.
په دې لیدنه کې د زیربنايي پروژو لکه برېښنا شبکې او د اورګاډۍ پټلۍ د مقدماتي کارونو د پیل هوکړه شوې او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به ژر له یو بل سره کاري ناستې ولري.