Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د استونیا له لومړي وزیر سره د ولسمشر غني لیدنه

ولسمشر اشرف غني د ناټو په چوکاټ کې د استونیا پوځیانو ونډه د هېواد د ثبات په برخه کې ارزښتناکه بولي.

ولسمشر غني نن (دوشنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) له غرمې مخکې د استونیا لومړي وزیر، یوري راتاس سره لیدلي.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني د استونیا د دوامداره همکاریو په ځانګړي ډول د ناټو په چوکاټ کې د یاد هېواد د پوځي ماموریت مننه کړې او هغه یې د افغانستان د ثبات لپاره ارزښتناکه بللی.

ښاغلي غني همداراز ټینګار کړی چې پوځي همکاریو ترڅنګ دې افغان ځوانانو سره د زده کړو، د کادرونو روزلو او د معلوماتي ټکنالوژۍ تجربو شریکولو په برخوکې هم همکاري وشي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د استونیا لومړي وزیر، یوري راتاس په هېواد کې د ټاکنو له ترسره کېدو هرکلی کړی دی.

خبرپاڼه وړاندې لیکلي:«‎ د استونیا لومړي وزیر یوري راتاس جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي وویله او ټاکنې یې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره غوره لار وبلله. هغه همداراز د امنیت د تامین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې.»

د استونیا لومړي وزیر ویلي چې افغانستان پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې لري او هېواد به یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د همکارۍ تجربو شریکولو کې مرسته وکړي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې استونیا به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل پوځي ماموریت ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ