Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي نړۍ عالمان د خلکو وژل او ځانمرګي بریدونه ناروا بولي

د اسلامي نړۍ عالمان په سعودي عربستان کې په خپله دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان د خلکو وژل او ځانمرګي بریدونه ناروا اعلان کړل.

له ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه څه باندې ۲۰۰ استازو د سعودي عربستان په مکه ښار د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوه اعلامیه صادره کړه چې په هغه کې دغو د دین عالمانو له افغان دولت او طالبانو څخه غوښتي ترڅو د سولې خبرې اترې پیل او په هېواد کې اوسني کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

په دغې اعلامیه کې د افغانستان دولت اسلامي او خلک یې مسلمان او بې ګناه بلل شوي او په دغه هېواد کې د جګړې لپاره هڅې غندل شوې دي.

په اعلامیه کې له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتل شوي چې اوربند وکړي او خبرې اترې سره وکړي.

په دغې غونډه کې د اسلامي نړۍ دیني عالمانو په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره خپله هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د جګړې له ښکېلو لورو په ځانګړې توګه افغان حکومت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې په یوه اوربند دې سره سلا شي.

اعلامیې د افغانستان د سولې په بهیر کې د دین عالمانو پر ډاګیزې ونډې ټینګار کړی دی.

They also stated that the ongoing violence and killing of innocent people was in contradiction to the teachings of Islam. 

د دغې اعلامیې ډاګیز ټکي

  • افغانستان یواسلامي هېواد دی او وګړي یې مسلمان دي او د هغوی ژوند سپېڅلی دی.

د مسلمان هر ډول وژنه له اسلامي لارښونو او د اسلامي امت د یووالي له اصولو او د مسلمانانو د ټولنیز پيوستون سره په ټکر کې دي.

  • نو پر دې بنسټ، موږ له اسلامي هېوادونو، سازمانونو او له پوه مسلمانانو غواړو چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره ډېر همکاري وکړي او د خدای او د هغه د رسول د حکم پر بنسټ د ټولو مسلمانانو لپاره د یوه امنې فضا د رامنځته کولولپاره له خپل ټول وس او نفوذ څخه کار واخلي.

د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي یوسف بن احمد العثمین وویل:«د مسلمانانو پر وینې، مال او پت تېری حرام دی او له له همدې امله ټینګار کوو چې ځانمرګي بریدونه چې بې ګناه خلک په نښه کوي او د مسلمانانو ترمنځ جګړه د خدای او رسول له خوا یې حرام شوي دي.»

Scholars attending the summit reaffirmed their support for a just and acceptable resolution to the ongoing war in Afghanistan. 

د موریټانیا هېواد ستر مفتي هم سوله یوازینۍ د منلو وړ لار بولي.

د موریټانیا ستر مفتي محمد مختار امباده په دې اړه څرګنده کړه:« طالبان د جګړې او وژنو له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدای، ځکه د جګړې له لارې څوک هدف ته نه‎شي رسېدای، آن د افغانستان حکومت هم خپلو خلکو ته له سولې پرته څه نه‎شي ورکولای، له همدې امله دواړه لوري مجبور دي چې سوله وکړي.»

د مصر ستر مفتي شوقي علام هم په ډاګه کړه:« بې له شکه ټول هغه علما چې په دې ناسته کې ګډون لري اقرار کوي چې له شرعي پلوه مصالحه واجبه ده او ټول لوري باید هغه څه چې شریعت ویلي ومني.»

په دغه ناسته کې وویل شول چې نه طالبان او نه هم افغان حکومت د جګړې له لارې خپلو موخو ته رسېدای شي.

The Saudi government and the OIC jointly organized the two-day event entitled International Conference of Muslim Scholars on Peace and Stability in Afghanistan, which was aimed at supporting efforts to achieve peace and stability in Afghanistan and condemn terrorism and violent extremism in all forms and manifestations within the framework of the teachings of Islam.

د اسلامي نړۍ د عالمانو په اعلامیه کې د افغانستان دولت اسلامي او خلک یې مسلمان او بې ګناه بلل شوي او په دغه هېواد کې د جګړې لپاره هڅې غندل شوې دي.

شریک یي کړئ