Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلام اباد په بلنه؛ د سولې په هکله پاکستان ته د طالب پلاوي سفر

نن د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شپږ کسیز پلاوی پاکستان ته ورسېد.

خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، شهاب الدین دلاور، عبدالطیف منصور او قاري دین محمد، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر هغه پنځه نور غړي دي چې پاکستان ته په دغه سفر کې د ملاعبدالغني برادر ملتیا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې طالبانو ته یې پاکستان ته د افغان سولې د بهیر په تړاو د سلا مشورو لپاره  بلنه ورکړې ده.
  
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«په یاد مو دي چې د دوحې له هوکړه لیک مخکې، طالبان زموږ د بهرنیو چارو وزارت ته راغلي وو او یوه اوږده او اغېزناکه غونډه مو وکړه. ومولیدل چې تر هغې وروسته پرمختګونه وشول او طالبان د مذاکرې مېز ته راغلل. دا کار آسانه نه و، خو بالاخره د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. که زموږ موخه، امنیت، ټیکاو او روغه جوړه ده؛ له دغه هوکړه لیک وروسته بل ګام باید د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پیل وي.»

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وایي چې د سولې بهیر، په پاکستان کې افغان کډوال، او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو آسانیتاوو رامنځه کېدل به د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د بحث وړ مهم مسایل وي.
   
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي:«د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنې دغه هېواد ته دورمي. د طالبانو پلاوی به د پاکستان له جګپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې، په پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاوو پر رامنځته کولو بحث وکړي.»
 
په پاکستان کې خبریال طاهر خان څرګندوي:«پاکستان امریکا ته ژمنه کړې وه هر وخت چې د افغان سولې بهیر کې کومه ستونزه پیدا شي، همکارۍ ته چمتو دی. د دغه سفر موخه هم همدا ده چې پاکستان له طالبانو وغواړي د افغانانو ترمنځ مذاکرې پيل کړي.»

بل خوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړی وایي چې یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته دا ډله په بشپړ ډول د واک د ترلاسه کولو په هڅه کې نه ده.
 
په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی امیر خان متقي زیاته کړه:«له خلکو سره هغه تېر فکرونه نشته چې هرڅه باید زموږ وي او دا فکر موږ هم نه لرو.»

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پاکستان ته د طالب پلاوي دا سفر په داسې حال کې کېږي چې درې ورځې  وړاندې پاکستان له «خړ» نوملړ نه د وتلو لپاره د پیسو له سپينولو او د ترهګرۍ له مالي ملاتړ سره د مبارزې په موخه د طالبانو ډلې د مرستیال، ملا عبدالغني برابر، د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو د ځينو نورو غړو نومونه د سفرونو د بندېدو او مالي محدودیتونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د سولې انسټېټیوټ غړی بشیر هاتف وايي:«ټول پوهېږي چې بندیز عملي نه دی او د طالبانو تحریک د یوه سیاسي اړخ په توګه غواړي مطرحه کړي چې دوی د یوې خپلواکې او په پاکستان پورې نه تړلې ډلې په توګه هم تر ګواښ او بندیز لاندې راځي او د خبرو اترو وړتیا هم لري.»

خو پاکستان ویلي دي چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه نوي نه دي هغه هېواد ته د طالب پلاوي سفر د افغان سولې ته د زمینې برابرولو لپاره د هغې ډلې د مشرانو د سفر له معافیت سره ترسره شوی دی.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شېرمحمد عباس ستانکزي له «اې، پي» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي د ۲۰ تنو غړو له ډلې ۱۳ تنه یې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي دي چې ټول واکونه حتا د هوکړه لیک لاسلیک واک هم لري.

شریک یي کړئ