Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسیا زړه بهرنیو چارو وزیرانو اتمه غونډه به سبا ترکیه کې جوړه شي

د اسیا زړه د بهرنیو چارو وزیرانو اتمه غونډه «استانبول بهیر»به سبا (دوشنبې د لیندۍ ۱۸مه) د ترکیې په اقتصادي پلازمېنه کې جوړه شي.

ولسمشر غني په دغې غونډه کې د ګډون لپاره، نن ترکیې ته ولاړ او ټاکل شوې هغه او ترکی سیال یې، په دغې غونډه کې وینا وکړي.

په دغې غونډه کې به د ۱۵ غړو هېوادونو، ۱۶ ملاتړو هېوادونو او د ۱۲ سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړو بنسټونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړي چارواکي به ګډون وکړي.

سږنۍ ناسته به د «سولې، ګډون او هوساینې» ترنامه لاندې جوړه شي.

افغانستان تمه لري چې د اسیا زړه - استانبول بهیر غړي او ملاتړي هېوادونه، د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

نن د اسیا زړه هېوادونو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ ناسته د ترکیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه. 

د دغې ناستې مشري چې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال او ترکي سیال یې درلوده.

دوی د اسیا زړه هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو د ګډې اعلاميې په اړه چې سبا به د ولسمشر غني او ترکي سیال په شتون سره ترسره شوي، خبرې اترې کړي دي.

د بهرنیو چارووزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب وویل:«تراوسه یوه ډېره مهمه پروسه وه چې د افغانانو په مشرۍ وه، کولای شو چې نه یوازې په سیمه ییزه کچه بلکې د سیمې او د افغانستان د نړیوالو شریکانو ترمنځ د سولې، ثبات او ټولنیزې - اقتصادي هوساینې د راستو لپاره په ځانګړې توګه پر افغانستان تمرکز رامنځته کړي.»

 له بل لوري، په کابل کې د پاکستان سفیر چې د دغې ناستې له ګډونوالو هم دی له افغان سولې بهیره د اسلام اباد پر ملاتړ ټینګار کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وايي:«دا مهمه ده چې د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه په افغانستان کې سیاسي سیالۍ ونه کړي؛ بلکې په افغانستان کې باید سره لاسونه ورکړي. لکه څرنګه چې افغانستان د اسیا زړه دی د دغو همکاریو د مرکز په توګه وي او نور هېوادونه په سیمه کې د سولې او هوساینې لپاره کار وکړي.»

د اسیا زړه استانبول - بهیر چې د افغانستان او ترکیې له لوري جوړ شوی دم ګړۍ ۱۵ هیوادونه یې غړیتوب لري، ۱۶ هېوادونه یې ملاتړي دي او د سیمې او نړۍ ۱۲ نور سازمانونه یې هم ملاتړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزایرانو د اتمې غونډې په پای کې به د دغه بهیر د لیرې لید په اړه اعلامیه تصویب او صادر کړ.

شریک یي کړئ