د سولې غوښتنې د ولسي حرکت غړي غواړي چې د امریکا سفارت ته یو لیک واستوي او په دغه لیک کې له امریکا غواړي چې په افغانستان کې دې جګړه پای ته ورسوي.
د دغه حرکت مشر وایي، په دغه لیک کې به د امریکا له سفارت نه وغوښتل چې د افغانستان د جګړې ستونزه په لومړیتوب کې راولي او د دغې کشالې ختمېدو ته حل لاره پیدا کړي.
دغو سوله غوښتونکو تېره ورځ له هغې وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان په وړاندې خپل درې ورځنی اعتراض پای ته ورسوه، چې په کابل کې د امریکا سفارت په وړاندې یې خپل اعتراضي ټغر وغوړوه.
د دغه ولسي خوځښت مشر اقبال خیبر په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«په دغه لیک کې د امریکا له کانګرس څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د جګړې حل دې په خپل کاري لومړیتوب کې راولي او داسې یوه لاره دې پیدا کړي ترڅو جګړه پای ته ورسېږي.»
اخوا د امریکا سفارت استازو د کاروان له دې غړو غوښتي چې په سفارت کې دننه له دوی سره د خبرو لپاره چمتو دي خو د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي وايي، که د سفارت چارواکي د ویلو لپاره څه لري باید سړک ته ور ووځي.
د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړی محمد نېک زاد څرګنده کړه:«د افغانستان خلک له امریکايي چارواکو خفه دي موږ له هغوی سره خبرې نه کوو نه دننه په سفارت کې او نه هم کوم بل ځای کې. موږ د امریکا له خلکو غواړو چې پر خپل حکومت فشار راوړي ترڅو د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.»
د سولې غوښتنې ولسي حرکت غړي په امریکا کې له مېشتو افغانانو غواړي چې د سولې غوښتنې غږ پورته کړي او له دې حرکت سره همغږي شي.
د دغه کاروان سره یو شمېر مېرمنې هم یوځای کېږي چې د لوګرو ولایت د محمد اغې ولسوالۍ څخه راغلي دي اوهرې یوې له جګړې درد لیدلي چا خاوند او چا هم زوی له لاسه ورکړی دی.
د لوګراوسېدونکې سپوږمۍ په دې اړه څرګنده کړه:«جګړه نوره بس ده ترکله غواړې جګړې ته دوام ورکړئ؟ خلک تباه شول، زموږ ماشومان ښوونځيو ته له تګه بې برخې شوي او موږ په خپله هم په خراب حال او د جګړې په ډګر کې د دواړو لورو په منځ کې ژوند کوو، ترکله غواړې چې دا وضعیت وي؟»
په دې اړه مو اندونه