له جګړه ځپلو هېوادونو بلجیم ته تللي ځوانانپه دې هېواد کې د فټبال په یوه ټورنمنټ کې ګډون کړی دی او دوی هیله من دی دا کار له د بلجیم په ټولنه کې د ځوانانو د ادغام لامل هم شي.
په دې تورنمنټ کې د افغانستان، سوریې، عراق او اریتریا جګړه ځپلو هېوادونو د ځوانانو لوبډلې ګډون لري.
یو سوري کډوال، محمد یوسفیان څرګندوي: موږ د ټورنمټ لپاره بروکسل ته راغلي یوو او یوه ډله کډوال چې فوټبال کې تجربه لري سر راټول کړي دي او په کې ګډون کوو. په اوونۍ کې دوه ورځې د فټنس تمرین او دوستانه لوبې کوو تر څو د لوبې ښکلا هم زیاته کړو.
افغان کډوال، محمد علي مظفري زیاتوي: دا ښه موکه ده چې له خلکو سره آشنا شو، خپل دوستان ووینو او دا ډېره په زړه پورې ده.
دا ټورنمنټ د پناه غوښتونکو مدافع بنسټونو لخوا ترسره کېږي او دوی هیله لري چې دا لوبې به د کډوالو غوښتنو لپاره کار آسانه کړي.
د لوبو ترسره کوونکې ډلې غړې، هیدل ساسي څرګندوي: د دې ټورنمنټ یوه موخه دا ده چې خلکو ته ښکاره کړي چې فټبال خلک سره نیږدې کوي. فټبال د قوانین شتون په مانا ده او دا چې خپلو ملګرو ته درناوی شته. مهمه خبره دا ده چې ښکاره کړو، فټبال ټول خوښوي، هغه رنګ، نژاد او بل څه پورې تړاو نلري.
دا په د اسې حال کې ده چې په اروپايي ټولنو کې د کډوالو ادغام یوه ستونزه ګڼل کېږي او سیاسي ستونزې یې رابارولې دي.