Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي سره د غني او عبدالله لیدنه

د طالب بندیانو د خلاصون بهیر له بیا پیل سره هم مهاله، ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن چهارشنبې (د وږي په ۱۲مه) د افغانستان اسلامي جمهوريت له مرکچي پلاوي سره ولیدل او له طالبانو سره د سولې مذاکرې په هکله خبرې اترې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني مرکچي پلاوي ته په خطاب کې وویل:«د یوې ملي ډلې په توګه، تاسې د افغانستان د دولت او خلکو پياوړی ملاتړ له ځان سره لرئ.»

دا لیدنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې شوې ده.

د دغې لیدنې په پيل کې د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل:«د دغې متحدې ډلې هڅه به تلپاتې سولې ته رسېدل به وي چې د خلکو بنسټيزه غوښتنه هم ده.»

ولسمشر د دغې لیدنې په لړ کې څرګنده کړه چې د زموږ ملي وثیقه چې اساسي قانون دی، زموږ ټولو لپاره یې حدود مشخص کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د سولې مرکچي پلاوي په ترکیب کې، علما، ښځې او ځوانان هر یو سیاسي او ملي وزن لري او هغوی له هرې برخې او د ټولنې له هرې طبقې غوره استازولي وکړي. 

هغه ټينګار وکړ چې حکومت د سولې بهیر کې خپلې ټولې هغه ژمنې چې نړیوالې ټولنې یې تمه لرله، عملي کړې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«د د طالب بندیانو خلاصون د سولې په درشل کې د حکومت څرګنده ژمنه ده.»

په دغې لیدنه کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې د مذاکراتو په لړ کې د ملي حاکمیت د ساتلو په ګډون، ارزښتونه، ملي ګټې، جمهوریت، د ښځو حقوق، د بیان ازادي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړی ملاتړ، د قربانیانو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي.

هغه زیاته کړه:«د طال بندیانو خلاصون ساده پرېکړه نه وه او تاسې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملت د هیلو استازیتوب کوئ.»

ښاغلی عبدالله همدارنګه وايي:«چې مرکچي پلاوی ستونزمنه دنده لري او باعزته او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره موږ ټول متحد یوو.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر همدارنګه وویل چې طالبان هم باید د سولې په برخه کې خپلې ژمنې پلي کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم څرګنده کړه چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پروړاندې ټولې ستونزې له منځه تللې دي.

د هغه په وینا، ټاکل شوې ډېر ژر د بندیانو د تبادلې بهیر پای ته ورسېږي او وروسته مذاکرات پیل شي.

ښاغلی حوځون زیاتوي د افغانستان اسلامي جمهموریت مرکچي پلاوی دوحې ته د سفر لپاره خپل ټول چمتووالی نیولی دی.

د طالبانو د ۳۲۰ ناندریزو بندیانو د خلاصون په لړ کې، نن د کندهار ځايي چاروکي وايي چې د دغې ډلې اته بندیان د دغه ولایت له بندخونو ازاد کړل شول.

د رپوټونو پربنسټ، د ۳۲۰ ناندریزو بندیانو له ډلې څه باندې ۲۰۰ تنه په تېرو ۳ ورځو کې، ازاد شوي دي.

ولسمشر غني مرکچي پلاوي ته په خطاب کې وویل:«د یوې ملي ډلې په توګه، تاسې د افغانستان د دولت او خلکو پياوړی ملاتړ له ځان سره لرئ.»

شریک یي کړئ