Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان امنیتي حالت بدوالي په اړه د منځني ختیځ هېوادونو اندېښنه

د منځني ختیځ هېوادونه په افغانستان په ځانګړې توګه شمال کې د طالبانو او داعش ډلې د فعالیت له زیاتوالي اندېښنه لري، په کابل کې د قزاقستان سفیر د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، یادې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې هېوادونه په نښه کړي او د سیمې هېوادونه باید د دغه ستونزې د هوارۍ په موخه لاس په کار شي.

د دولت مخالفو‎ وسله‎والو ډلو دفعالیت له زیاتوالي سره د افغانستان شمالي ګاونډیو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له هېواد سره پر خپلو پوله پام زیات کړي دی د داعش او طالبانو د ډلو له زیاتوالي اندېښنه لري.

په کابل کې د قزاقستان سفیر د افغانستان په شمال کې دترهګرو ډلو د ځای پر ځای کېدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

په کابل کې د قزاقستان سفیر، بیتیموف اومیرتای وايي:"هو، موږ د افغانستان د امنیتي حالت په اړه اندېښنه لرو ټول پوهېږو چې دا ترهګرو په هر ډول چې ووسي د منځني ختیځ هېوادونو ته ګوزار ورکړي. زموږ ولسمشر له افغانستان سره د مرستې روښانه سیاست لري."

دغه قزاقي ډیپلوماټ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د سیمې او نړۍ مرسته اړتیا بولي.

په کابل کې د قزاقستان سفیر، بیتیموف اومیرتای زیاتوي:"موږ هر کال د افغانستان پولیسو ملاتړ لپاره دوه میلیونه ډالر افغانستان ته ورکوو او یو شمېر ډېر د پولیسو افسران زموږ د اکاډمۍ څخه فارغ شوي دي او موږ ژمنه کوو چې له افغانستان سره ډېره مرسته وکړو."

خو د امریکا دافاع وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ځپلو په موخه د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له هڅو خبر ورکړ او د امریکا دفاع وزیر افغانستان مهم وباله.

د پنټاګون ویاند، پېټر کوک څرګندوي:"افغانستان ته زموږ د دفاع وزیر په سفر کې له قوماندانانو له هغې ډلې جنرال نیکولسن سره لیدنه وکړه، او همداراز له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره یې خبرې وکړې، د دغو لیدنو موخه د افغانستان په امنیتي چارو تمرکز او همداراز په افغانستان کې د ولسمشر اوباما د پریکړې د عملي کیدو څرنګوالی وو."

پنټاګون په داسې حال کې، افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي چې ولسمشر اوباما په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې خپلو قوماندانانو ته صلاحیتونه زیات کړي دي او همداراز يې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د اوسیدو موده وغځوله.

د بشپړه راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

د منځني ختیځ هېوادونه په افغانستان په ځانګړې توګه شمال کې د طالبانو او داعش ډلې د فعالیت له زیاتوا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه