Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان امنیت د واشنګټن مهم ماموریت دی!

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان جنرال ډیویډ پټریوس وايي د ترهګرو له پټنځاینونو د افغانستان ژغورل اوس هم د واشنګټن مهم ماموریت دی.

نوموړی زیاتوي د افغانستان د ټیکاو لپاره باید افغان پوځیانو ته روزنه ورکړل شي څو دوی له خپل هېواد څخه ساتنه وکړي.

پټریوس زیاتوي:«افغانان په مېړانه له طالبانو او داعش سره جګړه کوي. له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم باید د اسلامي هېوادونو هڅې په پآم کې ونیول شي، موږ باید اجازه ورنکړو چې ترهګر یې پر وړاندې جګړه وکړي.»

په همدې حال کې د دفاع وزارت وايي چې ترهګر په افغانستان کې نه دې ځپل شوي؛ نو له همدې امله د واشنګټن او ناټو مرستو ته اړتیا ده.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش څرګندوي:«موږ ډاډه یوو چې د امریکا مرستو سره به چې افغان پوځيانو ته یې کوي د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې بریالي کېږو.»

له بلې خوا د هېواد د ملي امنیت پخوانی رئیس، امرالله صالح وايي:«باید چې بیا کتنه وکړي کمزورې مسایل له منځه یوسي او پر پیاوړو پانګونه وکړي؛ موږ باید جوړښتونه او هغه کسان چې دا جوړښتونه مخې ته وړي، وارزوو.»

په همدې حال کې د افغانستان په اړه د ډونالنډ ټرامپ سیاست نه دی روښانه؛ انګېرل کېږي چې د امریکا ولسمشر به د دې هېواد په تاریخ کې د اوږدې جګړې په اړه پرېکړه وکړي، ځکه واشنګټن ۱۵ کاله کېږي چې په افغانستان کې پر جګړې بوخت دی او ډېر کسان دا جګړه ناکامه بولي.

د افغانستان په اړه د ډونالنډ ټرامپ سیاست نه دی روښانه؛ انګېرل کېږي چې د امریکا ولسمشر به د دې هېواد په تاریخ کې د اوږدې جګړې په اړه پرېکړه وکړي، ځکه واشنګټن ۱۵ کاله کېږي چې په افغانستان کې پر جګړې بوخت دی

شریک یي کړئ