د افغانستان حکومت سېشنبې( د لړم په ۲۲مه نېټه) هغه راپورنه چې ویل کېدل امریکا د افغانستان د ټاکنو ځنډولو غوراوی، څېړي، رد کړل.
د وال استریټ ژونال د راپور پر بنسټ امریکا غواړي د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو طرحه وڅېړي.
دې رسنۍ د یوې سرچینې په حواله چې نه غواړي نوم یې په داګه شي وایي، یو شمېر امریکایي چارواکي د افغانستان په ټاکنو کې د درغلیو او بحران ته د وضعیت د تلو له اړخه اندیښمن دي او وېره لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې، د ښاغلي خلیلزاد له لورې د سولې پیل شوي بهیر ته زیان و نه رسوي.
خو د وال ستریت ژورنال د راپور پر بنسټ ولسمشر غني د ټاکنو د ځنډیدو له طرحې سره مخالف دی.
د ولسمشر یوه ویاند، هارون چخانسوري دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ټاکنو ځنډول د منلو وړ نه دي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي دي:«د افغانستان حکومت د اساسي قانون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا په اعلان شوې نېټې د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.»
نوموړي وړاندې لیکلي دي:«د ولسواکۍ د بهیر دوام اړین دی او د افغانانو له هوډ پرته چې په اساسي قانون کې روښانه دی پرته هیڅ شی د منلو وړ نه دي.»
په همدې حال کې د ولسمشر یوه سلاکار، فضل فضلي ویلي دي هر ډول وړاندیز چې د اساسي قانون سره په ټکر کې وي د افغانستان خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.
ده زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت د ۱۳۹۸ ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.