Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته د سولې وړاندېزونه

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د کابل بهیر دویمه غونډه نن د کب/ حوت په  څلورمه نیټه پیل شوه.  په دغه ناسته کې افغانولسمشر اشرف غني طالبانو ته یو لړ وړاندېزونه کړي څو دغه ډله له سولې سره یو ځای شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د غونډې په پیل کې ویلي، افغانان د ټولو ننګونو په وړاندې په متحدانه ډول عمل کوي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې، افغانستان له یوه داسې جغرافیایي موقعیت نه برخمن دی چې د سیمې سوکالي د افغانستان په سوکاليکې نغښتې ده.

ولسمشر غني ویلي، په تېر کې داسې انګېرل کېده چې افغانستان په وچې پورې محاط او څنډې ته کړای شوی هېواد دی، خو اوس افغانستان له خپل استراتیژیک موقعیت نه په ګټې اخیستنې سره د ښو فرصتونو په لټه کې دی.

د ولسمشر په خبره حکومت په ټاکلي نیټه کې د پارلماني  او ولسمشرېزو ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دی.

د سولې د وړاندیز په متن کې چې نن چهار شنبې د رسنیو له لارې خپور شوی پکې راغلي چې د افغانانو ټول اړخونه، حکومت او د سولې شورا یوې ګډې اجماع ته رسېدلي دي. دغه اجماع، د اساسي قانون مطابق د هېواد د ټولو اتباعو د حقونو په ساتنه او د ښځو په ګډون د ټولو اقشارو، سیاسي او جهادي مشرانو او د اقوامو په مشارکت ولاړه ده.

د سولې په رابطه  په یادو مشورتي غونډو کې ښځو هم فعاله ګډون لاره څو په اساسي قانون کې له خپلو تضمین شویو حقونو ساتنهوکړي.

ولسمشر غني ویلي«  د دیني عالمانو استازي، مدني تولنه، قومي مشران، پانګوال، بزګران او کارګران، کارپوهان، سیاسي ګوندونه،محصلین او استادان، او نورې ډلې له بیلابیلو لیدلورو په خپل هېواد کې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی»

ولسمشر په ټینګار سره ویلي، افغانان سولې ته اړتیا لري او دغه اړتیا د څوارلسو لسېزو جګړو، بد مرغیو او په ځانګړي توګه پهافغانستان کې د نااعلان شوې جګړې له کبله ده چې پر افغانانو تحمیل شوې ده.

ولسمشر غني په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې په دې وروستیو کې په کابل کې په خونړیو بریدونو کې شاوخوا ۱۵۰ کسانوژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي وو.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې ویلي« په کابل کې د ۱۳۹۶ د جوزا په لسمې او د دلوې په ۷ نیټې کوم تروریستي وحشیانه پیښې چېرامنځته شوې د هغه تاوتریخوالي په دوام کې وې، کوم چې د افغانانو په وړاندې ترسره  کېږي.  سولې  ته د اړتیا او د اجماع په رابطهد ملي یووالي حکومت ځواب،  سولې ته د یوه  لیدلوري او طرحې او عملي برنامې رامنځته کول دي.

د حکومت له لوري طالبانو ته د سولې وړاندېز:

د ملي یووالي حکومت د وړاندېزونو په متن کې ویلي، حکومت له پخلا کیدونکو طالبانو سره د رښتینې او تلپاتې سولې په لټه کې دی.

په دغو وړاندېزونو کې راغلي چې  موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو.

په متن کې راغلي چې حکومت  له کوم مخکېني قید او شرط پرته د سولې هوکړې  ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوي:

د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛

د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛

له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛

هیڅ یوې وسله‌ والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

افغان حکومت د پخلاینې لپاره هم یو لړ وړاندېزونه لري:

۱:  د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي؛

۲:  د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي؛

۳:  د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختګ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي؛

۴:  د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي؛

۵:  د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروګرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنګیالیو ته ځای ورکړل شي؛

۶:  د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنګیالیو د برخلیک معلومولو او له لستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي؛

۷:   د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

د سولې په رابطه د وړاندېزونو په متن کې راغلي چې د طالبانو نظریات او د دوی وړاندیزونه به په دې او نورو برخو کې  په نظر کې ونیول شي او د مذاکراتو یوې منل شوې اجنډا باندې به  موافقې ته ورسېږي.

د وړاندېزونو د متن پر بنسټ د افغانستان حکومت په دې اړه چې څوک سولې سره یو ځای کېږي؟ مخکې له مخکې قضاوت نه کويځکه چې د سولې د دغې بهیر له مخې به په ډاګه شي چې څوک له سولې مخ اړوي او پخلا کیدو ته پاک نیت نه لري.

د ملي یووالي حکومت د طالبانو د دفتر له پرانیستلو، هغوی ته د پاسپورټونو له صادرولو او په آزاد ډول سفر کولو، د بندیزونو لیرې کولو په برخه کې له مرستې، رسنیو ته د لاسرسې د ترتیباتو او د طالبانو د کورنیو له بېرته مېشتېدلو سره موافق دی.

د سولې عالي شورا به چې د مسلکي دولتی ټیم له ملاتړه برخمنه ده، د مذاکراتو په اړه به یو پلاوی  معرفي کړي چې د ښځو او مدني ټولنو غړي به هم په کې شامل وي

د مذاکراتو ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره ځای کابل دی، خو په دغه جنګ کې ناښکېل اسلامي هېوادونه، د ملګرو ملتونو دفتر، یا کوم بل درېم ګړي هېواد کې هم کېدای شې مذاکرات ترسره شي.

د بین المللي ملاتړ لپاره وړاندیزونه:

په متن کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۰۱کال راپدېخوا د نړیوالې سخاوتمندانه مرستو له ملاتړ سره مخ دی او حکومت د هغوی قدرداني کوو.

دا چې موجوده ژمنې په ښه توګه د تعریف شویو میکانیزمونو له لارې تنظیمېږي، د سولې او ثبات په اړه نړیوال ملاتړ په لاندې ساحو کې وړاندېز وو:

۱: طالبانو سره د سولې پیشنهاد لپاره بین المللي ډیپلوماتیک همغږی شوی ملاتړ؛

۲:  یو سیمه‌ییز نوښت چې د کابل پروسې سره د سیمه‌ییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛

۳:  د ناتعریف شويو جګړو د توجیه لپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګېرنو له استفادې سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې وکړي؛

۴:  د یو باثباته افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې پيشنهاد څخه د ملاتړ لپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې؛

۵: د سولې موافقتنامې له تطبیق څخه ملاتړ او په ځانګړي ډول د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛

۶: په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر د هر ډول نوښت ملاتړ، د ترانزیټ، پانګونې، سوداګرۍ، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې سټراټيژۍ د ملاتړ له لارې همدارنګه د ۲۰۱۸کال پارلماني او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو څخه ملاتړ.

موږ کاملا باور لرو،  یو باثباته پاکستان چې د افغانستان له لارې کولای شي  له منځني اسیا سره یو ځای شي، زموږ د ملي سرچینو پهګټه دی.

موږ د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یوو چې تېرې ترخې تجربې هېرې او نوی فصل پرانیزو.  موږ حاضر یوو چې د پاکستان حکومت سره زموږ د ټولو کډوالو د بېرته راتګ لپاره په یو منظم پلان کې چې له ۱۸ تر ۲۴میاشتو کې عملي شي موافقې ته ورسېږو بل خوا په افغانستان کې  د ټاپي پروژې د کار پرمختګ په سیمه کې د مثبت بدلون اوپرمختګ ښه بیلګه ده.

ټاپي هغه بیلګه ده چې ښيي د سیمې بیلابیل هېوادونه څنګه د پرمختګ لپاره کلیدي عناصر رامنځته کړي دي.

موږ چمتو یوو چې له پاکستان سره د کابل او اسلام اباد د کاري برنامې پر بنسټ د دولت له دولت سره مذاکره وکړو.

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، افغانان د پراخو اصلاحاتو غوښتونکي دي او حکومت هم د دغې غوښتنې له منلو پرته کومه بله لاره نه لري.

شریک یي کړئ