Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸مه کليزه په پراخه توګه ولمانځل شوه

د ملي یووالي حکومت، د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ مه کلیزه د ازادۍ د څلي په وړاندې د ګلوانو د ګېډۍ په اېښودلو سره ولمانځله.

د دغې ورځې په لمانځغونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حکومت نورو لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.

په پلازمېنې او ولایتونو کې د دغې ورځې د لمانځنې لپاره د رسمي مراسمو سربېره،خلکو دغه ورځ له مېلو،ناستو او نڅا سره ولمانځله.

په هرات کې د هېواد د خپلواکۍ د کلیزې لمانځل

ولسمشر غني په کابل کې د مراسمو له ادا کولو وروسته هرات ولایت ته ولاړ او هلته یې لومړی د مالوچو د طلا نساجي پرانسته او وروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ولاړ او د افغانستان بیرغ یې چې د حکومت د ملاتړ لپاره د هېوادوالو له یو مېلیون لاسلیکونو سره ښکلی شوی وه، مخ‎کتنه وکړه.

ولسمشر وروسته د هرات ولایت د یو ستر شمېر خلکو او امنیتي ځواکونو په منځ کې وینا وکړه او د زمري له ۲۸ مې نېټې څخه یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د «عطف ټکي» په توګه یادونه وکړه.

ولسمشر غني وویل:«د هېواد د خپلواکۍ ورځ، په معاصر تاریخ کې زموږ د عطف ټکی دی. کله چې د افغانستان ریښتني زامن وتوانېدل چې د دغه ملت ازادي او خپلواکي  د تاریخ په پاڼو په تلپاتې بڼه ولیکي.»

هغه زیاته کړه:«د هېواد د خپلواکۍ ورځ، زموږ د ملي غرور او لویوالي ورځ ده او زموږ د نیکونو د ازاده‎ګۍ او لوړ فکرۍ کیسې کوي چې غوښتل یې افغانستان د تاریخ له څپانده څپو له سرلوړۍ سره تېر شي.»

ښاغلي غني هغه تشې او اختلافونه چې په دغو ورځو کې یې د حکومت کار ستونزمن کړی، هم اشاره لرله هغه وویل:« له جګړې مخکې نسل،په جګړه کې ښکېل نس، او له جګړې وروسته نسل؛موږ ټول د یوه تړون پر سر یوځای شوي یوو، د افغانستان د معاصر تاریخ د نابشپړه فصل د تمامېدو لپاره د مبارزې تړون. موږ پر تشو او واټنونو بریالي کېږي او په دغه تاریخي وخت کې په خپل یوازینۍ ونډې پوه یوو او موږ له ملي ګټو سره په تګرې وسوسه غاړه نه ږدو.»

له دې سره په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکو هم د هېواد د خپلواکۍ له کلیزې لمانځنه وکړه.

په بلخ کې هم د خپلواکۍ ورځ ولمانځل شوه

 په بلخ کې هم د زمري له ۲۸ مې چې د هېواد د خپلواکۍ له ورځې سره سمون لري لمانځنه وشوه،خو د امنیتي اندېښمنو سربېره په دغه ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال امان الله مبین د دغې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې داعش او طالبان د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه د شمال په حوزه کې د ناامنۍ د پراختیا په هڅه کې دي.

د هغه په باور، طالبانو له همدې امله سږکال د «منصوري» عملیات پیل کړي، خو د سږکال له امنیتي ځواکونو سره د نښتو په لړ کې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ننګرهار کې د خپلواکۍ له ورځې لمانځنه

 د ننګرهار حکومتي چارواکو او اوسېدونکو هم دغه ورځ په ځانګړ مراسمو سره ولمانځله. د دغه ولایت ځايي چارواکي، په جلال اباد ښار کې د امان الله خان زیارت ته ولاړ او د ګلونو د ګېډیو په اېښودو سره یې دغه ورځ ولمانځله.

د دغه ولایت اوسېدونکي واټونو په راوتو او د ملي بیرغونو په لېږد سره دغه ورځ ولمانځله.

د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو پیغامونه هم د نورو هېوادوالو په څېر د ورولۍ او ازادۍ پیغامونه وو.

هغوی د دې ترڅنګ چې له حکومت څخه یې وغوښتل چې امنیت تأمین کړي،د اختلافونو د له‎منځه وړلو لپاره یې د حکومت پر هڅو هم ټینګار کړو.

پکتیاوالو هم دغه ورځ ولمانځله

پکیتا هم نن د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې په مناسبت د ځانکړو مراسمو شاهد وه. د دغه ولایت چارواکو د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د ځانګړ مراسمو په ترسره کولو سره دغه ورځ ولمانځله.

په دغو مراسمو کې د ځايي چارواکو په ګډون یو شمېر چارواکو له کابل څخه هم ګډون کړی وه.

 د دغه ولایت اوسېدونکي هم تفریحي ځانونو ته په تلو سره، دغه ورځ ولمانځله هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې امنیت په جدي توګه ونیسي.

له هېواد څخه بهر د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې لمانځنه

 د هېواد د خپلواکۍ ۹۸ مې کلیزه، نن د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د حکومت د اجرائيه رییس له حضور سره ولمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې د افغانستان د کابینې د وزیرانو د ځینو غړو سربېره، د قزاقستان د بهرنیو چارو، پوهنې او د ټکنالوژۍ د علومو، وزیرانو او د ۱۰ هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی وه.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر غیرت عبدالرحمان اوف،په دغو مراسمو کې د دغې ورځې مبارکې وویله او افغانستان یې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصاد په برخه کې د قزاقستان یو مهم شریک وباله، هغه زیاته کړه چې هغوی ژمن دي ترڅو په یادو شویو برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

 شاه امان الله خان ۹۸ کاله مخکې  واک ته له رسېدو وروسته، له سترې بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او بریټانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله او هر کال په هېواد کې دغه ورځ لمانځل کېږي.

شریک یي کړئ