Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ په اړه د ناټو د سرمنشي غوښتنه

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ،د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې غونډې په درشل کې، وویل چې ناټو له افغانستان سره د مرستې لپاره ژمن دی؛ خو هغه له روسیې یې وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.

د طلوع‎نیوز د خبریال لطف الله نجفي‎زاده د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له طالبانو د روسیې د وروستیو اړیکو په اړه مطرحه شوه ښاغلي سټولټنبرګ وویل:«د سولې له بهیر څخه موخه پخلا کول او د خبرو اترو او مذاکرې لارې پیدا کول دي. او دغه بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي.»

هغه زیاته کړه:«موږ په دې اړه (له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه) رپوټونه لیدلي دي، خو له طالبانو سره په نېغه توګه د روسیې د اړیکو د اثبات لپاره مو څه نه دي لیدلي.»

د هغې پوښتنې په ځواک کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توکه په اوسني وضعیت کې چې د داعشي بلواګرو ځواک زیات شوی هغه بلواګر چې په نېغه توګه د منځني په ختیځ کې د داعش ډلې په جنګیالیو پورې اړوند نه دي، ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې په افغانستان کې وضعیت نن د څو تېرو کلونو په پرتله متفاوت دی.

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونو خپله وړتیا او مسلکي توب ثابته کړ او توانېدلي دي چې د داعش په ګډون په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو په وړاندې جګړه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ همدارنګه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپلې واکمنۍ څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه:«موږ همدارنګه په افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره بدله کړې ده.موږ له جنګي ونډې څخه روزنیزې ونډې ته تلاړو. دا زموږ لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له ځايي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د ارزښت ښودنه کوي.»

هغه همدارنګه د لندن په منچسټر په ښار کې بمي چاودنه وغندله او وې ویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوې همغږي ځواب ته اړتیا لري.

ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د سرمشریزې غونډې ته په اشارې سره چې د بنچشنبې په ورځ به جوړه شي وویل چې هغوی به په دغې غونډه کې له هر ډول ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به یووالی وښيي.

هغه همدارنګه وویل چې په دغې غونډه کې به د داعش پر ضد مبارزه کې به نړیوال ائتلاف وښيي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:«موږ به پرېکړه وکړو چې د ناټو تړونوال به هر کال د خپلو پرمختګونو په اړه رپوټ ورکړي.»

په دغې غونډه کې به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هم ګډون وکړي. دا به د ناټو سازمان ته د ښاغلي ټرمپ لومړنی سفر وي. ټاکل شوې ده چې ښاغلی ټرمپ به د ناټو د غړو هېوادونو څخه وغواړي چې د ناټو دفاعي لګښت له یو بل سره شریک کړي او همدارنګه دفاعي لګښت د خپلو ملي ناخالصو تولیداتو څخه دوه سلنه زیات کړي.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د ناټو د سرمشریزې غونډې یوه موخه په افغانستان کې د جګړې لپاره د سیاسي مذاکرې د حل لارې پيدا کول دي.

شریک یي کړئ