په داسې حال کې چې سپينې ماڼۍ په ځلونو له ترهګرۍ سره په جګړه کې د اسلام اباد د نه همکارۍ په اړه ناخوښي څرګنده کړې خو اوس د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي ولسمشر ټرمپ له عمران خان څخه په یوه استول شوي لیک کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ښاغلي چودري رویټرز خبري اژانس ته ویلي ترمپ په هغه لیک کې چې عمران خان ته یې استولی د افغانستان د سولې په اړه یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ټرمپ په دغه لیک کې همدارنګه ویلي، چې له اسلام اباد سره اړیکه د واشنګټن لپاره ډېره مهمه ده څو د افغانستان د جګړې لپاره یوه حل لاره پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره میاشت په خپلې یوې مرکه کې وویل چې پاکستان د امریکا په مېلیاردو ډالرو ترلاسه کولو سره د دغه هېواد لپاره یې هېڅ نه دي کړي.
له دې سره جوخت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د درېیم ځل لپاره سیمې ته خپل سفر پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلی خلیلزاد به له طالبانو سره د خبرو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه پاکستان، افغانستان، روسیې،ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم ، متحده عربي اماراتو او قطر ته سفرونه وکړي.