د افغانستان د علماوو شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف نن یکشنبې سهار کابل کې په خپل کور کې ومړ.
د قیام الدین کشاف خپلوان وايي چې هغه له یوې مودې راهیسې ناروغ و او د همدغې ناروغۍ له امله ومړ.
د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د رییس د جنازې مراسم د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ترسره شول.
بل خوا ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د رییس مړینه یوه ستره او نه جبرانېدونکی ضایعه بولي.
د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وايي:«تل یې د افغانستان خیر غوښته او ټوله هڅه یې د سولې د راوستلو لپاره و. الله دې هغه ته مغفرت وکړي.»
د قیام الیدین کشاف مړېنه د هېوادوالو او سیاستوالو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ولسي جرګې پخوانی غړی مولوي شهزاده شاهد وايي:«په دې وخت کې د کشاف صاحب مړینه یوه ستره تشه ده.»
قیام الدین کشاف له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا رییس و.
د افغانستان د علماوو سراسري شورا له شیعه او سني علماوو جوړه ده چې د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو کې اغېزناکه بلل کېږي.
د کډوالۍ او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي په دې اړه وویل:«جناب کشاف له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د علماوو شورا غړیتوب درلود، د خدای بښلي مولوي صاحب شینواري له مړینې وروسته، د علماوو شورا ریاست په غاړه واخیست. خیر غوښتوونکی او نېک انسان و.»
د دین عالم عبدالسلام عابد څرګنده کړه:«د اسلامي نهضت غړیتوب یې هم درلود. ډېر خواږه کتابونه یې لیکلي دي.»