Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان سولې پایلو ته د پوتین هیله‎مندي

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتين ویلي دي چې مسکو د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغان سولې بهیر په موخه همکاري کوي او هیله لري چې د افغانستان سوله پایلې ته ورسیږي.

نوموړي پنج‎شنبې(د غبرګولي په ۲۳مه نېټه) د روسیې له "میر" ټلویزیون سره په خبرو کې زیاته کړې ده چې امریکا په افغانستان کې له فشارونو سره مخامخ ده او مسکو د ناورین هوارۍ په موخه له واشنګټن سره همکاري کوي.

هغه ویلي دي:«موږ افغانستان کې پرمختګونه په نېږدې څارو. په هر حال موږ په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون چې له فشارونو سره مخامخ ده او له نورو هېوادونو سره ګټورې همکارۍ ته دوام ورکوو تر څو حالات په دې هېواد کې وساتل شي. مسکو په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هیله ده چې نړیواله همکاري مثبتې پایلې ولري.»

له دې سره هم مهاله د روسیې استخبارات افغانستان کې د داعش تر چتر لاندې د کابو پنځو زرو بهرنیو جنګیالیو له فعالیته خبر ورکوي. په داسې حال کې چې امریکا هم دا اندېښنې  څرګندې کړې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان، جنرال فرانک مکینزي ویلي دي داسې ګواښ شته چې ښایي داعش له افغانستان پر امریکامتحده ایالاتو برید وکړي:«داعش ډله افغانستان کې پر امریکا د برید هیلې لری. دا زموږ روښانه قضاوت دی، پر هره اندازه چې موږ پر دوی فشارونه کېږدو دا به شخته وي چې دوی دا برید وکړي.»

په افغانستان کې د داعش د شتون په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د پرله پسې خبرداریو سره سره د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی.

د روسیې ولسمشر وايي هېواد یې دامریکا متحده ایالاتو په ګډون له یو شمېر هېوادونو سره افغانستان کې د سولې راتګ په موخه همکاري کوي

شریک یي کړئ