امریکايي ځواکونو د سېشنبې په ورځ (د زمري په ۸مه) وویل چې د هغوی دوه سرتېري تېره ورځ د افغانستان په سوېل کې د یوه افغان سرتېري په برید کې وژل شوي دي.
امریکايي ځواکونو په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.
طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یوه افغان سرتېري د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې څلور امریکايي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د چارواکو په وینا، دغه سرتېری د متقابلو ډزو په پایله کې وژل شوی دی.
د چارواکو په وینا، دغه برید هغه مهال رامنځته شو چې د امریکايي سلاکارانو یوې ډلې افغان امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکوله.