Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان علما: جګړه او انتحار ناروا ده

افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالیو په اړه نن(دوشنبې د غبرګولي۱۴مه) کابو دوه زره دیني عالمان سره راټول شوي وه او په دې اړه یې ګډه فتوا صادره کړه.

د افغانستان علماو له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې د حکومت سولې بهیر ته مثبت ځواب اوايي تر څو د مسلمانانو له وینې تویولو مخنیوی وشي.

د هېواد دیني عالمان وايي چې د څو لسیزو را په دېخوا افغانستان د جګړې په اور کې سوزي او «له بده مرغه» قربانیان یې یوازې د افغانستان وګړي دي، په ځانګړې توګه چې تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان جګړه ډېره خونړۍ شوې ده.

دوی وايي چې هېڅ ډول دیني او ملي ارزښتونو ته درناوی نه کېږي او زیاتوي:«د پردیو لخوا دې جګړې د خلکو صبر پای ته رسولی دی، هره ورځ د دواړو خواوو لسګونه ماشومان، ځوانان او زاړه په دې جګړو کې وژل کېږي. مورګانې اولادونه له لاسه ورکوي، ماشومان یتیم کېږي او لسګونه ځوانان اړ کیږي چې هېواد پرېږدي.»

دوی وايي چې د افغانستان د جګړې قربانیان ملکي کسان او بې ګناه انسانان دي چې په کې ځانمرګي بریدونه کېږي، چاودنې، درانه بمونه کارول کېږي او ناسم غیر مشروع اعمال کېږي چې د د توجیه هېڅ لامل نشي درلودی.

دوی همداراز وویل:«انتخار، چاودنې، ترهګري، قطاءالطریقي او هر ډول تاوتریخوالی د اسلام له نظره مردود دی.»

د هېواد علماو زیاته کړه«له هغه ځایه چې سوله د اسلام فطري حالت دی او هر څوک سولې، امن او واصالح ذات‎البین ته راغواړي، نو دیني نصوص، سوله په هره کچه کې په پیاوړې توګه وړاندې کوي، او لارویان یې سولې ته راغواړي.»

د دې علماو په باور، د جګړې دواړو خواو ترمنځ مخامخ خبرې اترې به لامل شي چې د جګړې د رامنځته کېدو رېښې له منځه ولاړې شي او مناسبه د حل لار پیدا شي.

د هېواد علماو د افغانستان جګړې ښکېلو غاړو غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې لاره خپله کړي

شریک یي کړئ