Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان لپاره ۱۳۹۶ کال له امنیتي پلوه له لوړو ژورو ډک وه

 لمریز کال له امنیتي اړخه د افغانستان لپاره له هسکو ژورو سره مل کال و، دې کال کې ۱۱ ولسوالۍ د طالبانو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې.

د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکي وایي وایي راروان کال کې به دولتي ځواکونو په تهاجمي بریدونو تمرکز وایي او هڅه کېږي چې د طالبانو په واک کې سیمې بېرته د حکومت په کنټرول کې شي.

۱۳۹۶ کال کې دولتي ځواکونو د دولت وسله والو مخالفینو پر ضد ۶۴۰۰ عملیات کړي دي.

افغانستان په ۱۳۹۶ هجري لمریز کال کې د امنیتي پیښو له امله له هسکو ټیټو سره مخ او افغان ځواکونه د دولت له مخالفو وسله‎والو سره په مبارزه کې ډېر بوخت وو.

په ۱۳۹۶ کال کې د دولتي ځواکونو عملیات 

د دغو ځواکونو ځانګړي عملیات او هوايي بریدونه د دولت د مخالفو وسله والو د ګواښونو په مقابل کې اغیزمن بلل شوي دي.

 په دې کال کې: 

  • ۹۲۶ پلان شوي عملیات   
  • ۳۶۶۳ د کمانډو ځانګړي عملیات  
  • ۴۶۳۱  هوايي بریدونه   
  • ۲۰۹ شپېني عملیات

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي:«په ۱۳۹۷ کال کې موږ وتوانیدو چې له نهو ځانمرګو بریدونو مخنیوی وکړو او پولیسو په دې کال کې ۵زره او ۵۳۹پوځي عملیات یې په خپلواکه توګه ترسره کړي دي.»

د ملي دفاع وزارت د رپوټ له مخې په دې کال کې د دولت د مخالفو وسله والو تحرکات زیات وو، طالبانو په دغه کال کې څه باندې زر تهاجمي بریدونه کړي دي.

د مخالفو وسله‎والو هڅې

  • ۸۰ ځانمرګي بریدونه            
  • ۲۳۰۱  ماینونه یې ایښي     
  • ۱۰۷۱  تهاجمي بریدونه او
  • ۱۷۶  کمینونه یې نیولي دي  

د ناټو غوڅ ملاتړ قومندان، جنرال جان نیکلسون وايي:«د سولې د خبرو لپاره له پیاوړو هڅو سره په یو وخت تمه لرو چې روان کال کې پر طالبانو پوځي او سیاسي فشارونه زیات شي.»

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د افغان پوځیانو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه رپوټ ورکړل شوی خو هیڅ د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کره شمیر نه ورکوي.

په دې کال کې امنیتي ځواکونه توانیدلي چې په هلمند کې ناوه او په کندهار کې غورک ولسوالي له طالبانو بیرته ونیسي.

اجرائيه رئيس، عبدالله  عبدالله څرګندوي:«د ۱۳۹۶ کال امنیتي حالتو نشو کولی چې قانع ووسو، او هیله لرو چې په راتلونکي کال کې حالت ښه شي.»

ملي دفاع وزارت دا مني که څه هم طالبان په اوسني وخت کې دیارلس ولسوالۍ په بشپړه توګه په واک کې لري خو وايي په دغه کال کې یوولس ولسوالۍ د طالبانو او حکومت ترمنځ لاس په لاس شوې دي.
ویل کیږي دمګړۍ طالبان د افغانستان په څه باندې ۵۰ ولسوالیو کې پراخ نفوذ لري.

د پکتیا جاني خیل، د تخار درقد، د فاریاب کوهستانات او غورماچ، د کندوز قعله زال، د غور ولایت تیوره، د بدخشان زیباک، د جوزجان خم آب، د هلمند مارجه او خانشین او د فراه ولایت انار دره د طالبانو په واک کې دي.

پخوانی پوځي، جاوید کوهستاني وايي:«ستونزه د جګړې په مشرۍ کې وه چې لامل شو د امنیتي ځواکونو مرګ‎ژوبله لوړه شي او که دا ستونزه په روان کال کې هواره نشي نو حالت به بد شي.»

له دې سره سره پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو برید، د پکتیا پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید، د سرپل پر میرزااولنګ دره د داعشیانو برید او پر صدارت څلور لارې برید په دې کال کې خونړي بریدونه وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان پولیسو په ۱۳۹۶ کال کې پنځه زره او ۵۳۹ پوځي عملیات په خپلواکه توګه د دښمن پر وړاندې ترسره کړي دي

شریک یي کړئ