Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان ملي ټلوېزیون پر «سلیقه يي» چلند د زاخېلوال نیوکه

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال د هغه څه په اړه چې د ملي ټلوېزیون سلیقه يي چلند ګڼي سخته نیوکه کوي.

ښاغلی زاخېلوال ادعا لري چې تر هغه وروسته چې کله یې ملي ټلویزیون سره یې په مرکه کې د مشورتي لویې جرګې په تړاو نیوکې وکړې؛ نه یوازې دا چې دا مرکه په ملي ټلویزیون کې خپره نه شوه، بلکې د دې مرکې ځینې برخې د دغه ټلویزیون له ټولنیزو پاڼو هم لرې کړای شوې دي.

نوموړی دا ټلویزیون په شخصي چلند او د بیان د آزادۍ په نقض کولو تورنوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخېلوال وویل:«ملي ټلوېزیون له نوم څخه یې څرګنده ده، ملي دی. د ارګ نه دی. د ولسمشر نه دی. د وزیر نه دی او د مطبوعاتو دنده د بېلابېلو نظرونو وړاندې کول په ځانګړې توګه په مهمو ملي مسایلو لکه سولې کې دی.»

بل خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون وایي چې هېڅ بنسټ نه شي کولای چې سانسور رامنځته کړي او د هېوادوالو د بیان پر آزادۍ محدودیتونه ولګوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون ریییس عین الدین بهادري وايي:«په پرېکنده توګه سانسور د منلو نه دی او د بیان پر ازادۍ یو ډول محدودیت ګڼل کېږي.»

حقوق پوه هارون ستانکزی هم زیاتوي:«ډېری داسې موردونه شته د دې ښودنه کوي چې ملي ټلوېزیون دولتي مسایل خپروي او هغه پروګرامونه خپروي چې د حکومت په ګټه وي.»

د ملي ټلویزیون مسوولان په دې تړاو څه نه وايي.

خو تر دې وړاندې هم د ملي ټلویزیون په خپرونو کې پر سانسور نیوکې شوې دي. یوې ټولنیزې فعالې فریحې ایثار شاوخوا یوه میاشت وړاندې ادعا کړې وه چې له ولسمشر غني سره د دغه  ټلویزیون په مناظره کې ولسمشر ته نږدې کسان په دې هڅه کې و چې دې ته له ولسمشر نه د پوښتنې اجازه ورنه کړل شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق کمېسیون وایي چې هېڅ بنسټ نه شي کولای چې سانسور رامنځته کړي او د هېوادوالو د بیان پر آزادۍ محدودیتونه ولګوي.

شریک یي کړئ