د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کې ادارې رییس احمد نادر نادري د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې یوازې په روان لمریز کال کې، د هېواد د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د ښځو ونډه پنځه سله زیاتوالی موندلی.
د هغه په وینا، د هېواد د ملکي خدماتو بنسټونونو کې د ښځو حضور څه باندې ۲۷ سلنې ته رسېدلی دی.
ښاغلي نادري زیاته کړه د ښځو فردي مهارتونو او وړتیاو لوړوالی، له ښځو د دولت ملاتړ، د ګومارنې د بهیر اسانیتا او سراسري ډلهییزې ازموینې، د ملکي خدمتونو په بنسټونو کې د ښځو د حضور لاملونه ګڼي.
په ۱۳۹۶ لمریز کال کې، یوازې ۲۲ ښځو د ملکي خدمتونو په ادارو کې کار کاوه، خو دمګړۍ دغه شمېر ۲۷.۳۳ سلنې ته رسېږي.
د کمېسیون رییس څرګنده کړه چې راتلوونکي کې په ملکي خدمتونو کې به د ښځو حضور ۵۰ سنلې ته ورسېږي.
ښاغلي نادري زیاته کړه:«دغه کال چې پای ته رسېږي د افغانستان په ملکي خدمتونو کې د ښځو لپاره تر ټولو ښه کال دی. په تېرو کلونو کې، ښځو تر ډېره د معلمۍ او روغتیايي خدمتونو په سپېڅلو دندو کې حضور درلود، خو نن له نېکه مرغه په ټولو برخو کې او په بېلابېلو مدیریتي برخو کې د ښځو حضور زمینه برابره شوې ده.»
ښاغلي نادري ګواښ وکړ چې د ملکي خدمتونو په دستګاه کې د ښځو د ونډې د ریاتوالي په درشل کې رامنځته شوي بدلونونه وروستي شوي نه دي او تراوسه په جدي توګه شاه ته بېرته ستنېدو وېره شته.
هغه زیاته کړه:«د شاتګ دا خطر په بېلابېلو عناصرو کې کولای شو ووینم، څه په سیاسي بحث او څه د جګړې پای ته هیله ورکوونکي بحث کې او څه په ټولنیزو او کلتوري خنډونو او محدویتونو کې چې د ښځو په وړاندې دي شتون لري.»
له دې مخکې د هېواد مېرمنو او نجونو ګواښ کړی وو چې د سولې په خبرو اترو کې د هغوی حقوق او لاسته راوړنې باید معامله نه شي.