Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان وضیعت په تړاو د امریکا او پاکستان د مشرانو خبرې

د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان د امریکا په نیویارک کې، د ملګرو ملتونو سازمان کلنۍ غونډې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، ډانلډ ټرمپ سره لیدنه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو سره د سولې مذاکراتو څرنګوالی هم یاد کړی.

په دې لیدنه کې چې دوشنبې(د تلې په لومړۍ نېټه) ترسره شوې عمران خان ویلي، د افغانستان وضعیت پاکستان ته ستره موضوع ده او په افغانستان کې ټیکاو، پاکستان کې د ټیکاو مانا لري.

د پاکستان لومړي وزیر، ټرمپ سره تر لیدنې مخکې، د نیویارک بهرنیو اړیکو شورا کې خبرې وکړې او د امریکا پر ولسمشر یې غږ وکړ چې طالبانو سره دې د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره د طالبانو د سولې خبرو په تړاو خبرې کړې دي.

همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي او دغه راز د اندونیزیا بهرنیو چار له وزیرې سره بېلابېلې لیدلې درلودې.

د رواني میلادي میاشتې لومړیو کې چې د امریکا ولسمشر طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې، دې ورځو کې داسې ښکاري چې خلیلزاد یو ځل بیا د افغانستان موضوع کې ښکېلو هېوادونو استازو سره لیده کاته پیل کړي.

خو دا لا هم نه ده معلومه چې طالبانو سره به د امریکا خبرې کله بیا پیل شي؟

په همدې ډول یک‎شنبې خلیلزاد او عمران خان د ملګرو ملتونو کلنۍ ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي وویل په دې لیدنه کې چې د امریکا متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکی سناتور، لیندسي ګراهام حضور درلود، خلیلزاد عمران خان ته له طالبانو سره سولې خبرو، د هغې منځپانګې او له خبرو د تمو په تړاو مالومات ورکړي دي.

وروسته له دې چې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په موټر بم چاودنه کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، د  امریکا متحده ایالاتو ولسمسشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د واشنګټن خبرې ودرولې.

له طالبانو سره د خبرو اترو له درېدو وروسته دا لومړی ځل وو چې خلیلزاد په یوه رسمي ناسته کې ګډون کوي.

د کابل شش درک چاودنې په تړاو ټرمپ په خپله ټویتر پاڼه کې لیکلي وو:"په کابل کې چاودنه زموږ د یوه عالي سرتېرې او ۱۱ نورو کسانو د وژل کېدو لامل شو، ما ټولې ناستې او خبرې لغو کړې."

مخکې له دې خلیلزاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې له طالبانو سره په اوصولو کې هوکړې ته رسېدلی او وروستۍ پرېکړه به د امریکا ولسمشر، ټرمپ کوي.

عمران خان ټرمپ سره تر لیدنې مخکې، د نیویارک بهرنیو اړیکو شورا کې د امریکا پر ولسمشر یې غږ وکړ چې طالبانو سره دې د سولې خبرې بیا پیل کړي

شریک یي کړئ