Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه پيل شوه

د اسلامي همکاریو د بنسټ نن(دوشنبې د چنګاښ۱۹مه) پیل شوه، د دې بنسټ مشر د دې غونډې پرانیسته کې وویل، لا هم افغانستان کې د اسلام په نوم داسې کارونه کېږي چې د اسلام استازیتوب نه کوي.

نوموړی، د جګړې دوام د افغان کشالې حل نه بولي او ویلي یې دي اسلامي هېوادونه اوس افغانستان سره د اړیکو نوي پړاو ته ننوتي.

په دې غونډه کې به د اسلامي نړۍ د ۵۷ هېوادونو له دوو سوو زیات استازي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بحثونه په کې وشي.

د دې غونډې په یوه برخه کې به د اسلامي نړۍ دیني عالمان او بله بله برخه کې به یې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د افغان جګړې د پایته رسولو په اړه خبرې وکړي.

دې سترې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب د سولې عالي شورا او علماو شورا ۳۴ کسیز پلاوی ورغلی دی.

په همدې حال کې تېره ورځ افغان حکومت وویل، په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د نړۍ اوه دیرش اسلامي هېوادونه ګډون کوي. دوی وايي چې په دې ناسته کې به ګډون‎کوونکي هېوادونه د یوې پرېکړه لیک سره ترڅ کې د افغانستان جګړه نامشروع وګڼي او همداراز طالب به هم د سولې خبرو اترو ته راوبولي.

اسلامي همکاریو بنسټ په یوې ویناپاڼه کې ویل شوي وه، دې غونډه کې به د افغانستان پر جګړې سربیره د ترهګرۍ د ښکارندې په تړاو هم خبرې اترې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان غونډې ته طالبان  هم رابلل کېږي او دلته په کابل کې هم دا ولسي خوځښت هم له طالبانو ورته غوښتنه لري.

انعام چې د دې خوځښت یو غړی دی او له زابل نه د حرکت له ملګرو سره پلی راغلی دی وايي، دوه اوښي یې په جګړې کې وژل شوي او دی یوازې سوله غواړي.

د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو غونډه د دوو ورځو لپاره په جدې او مکې کې ترسره شي.

طالبان نه یوازې په دې غونډه کې ګډون نه کوي بلکې د دې غونډې پایلې یې هم وار له مخه رد کړي دي.

دې ډلې ویلي دي چې که سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماو غونډې د افغانستان روانه جګړه باطله اعلام کړه، دا به امریکایانو سره د همکارۍ په معنا وي.

طالبانو سعودي کې د اسلامي نړۍ د علماو د دوه ورځنۍ غونډې په غبرګون اعلامیه کې ویلي، د افغانستان روانه جګړه ورور وژنه نه نه ده بلکې د دوی په وینا دا د اشغالګرو پر ضد جګړه ده.

اعلامیې همداراز زیاته کړې ده چې که څوک یوازې د امریکا د ولسمشر او ملګرو لپاره یې روانه جګړه باطله او ترهګري بولي په واقعیت کې امریکایانو او د مسلمانانو کمزوري کولو ته کار کوي.

طالبانو ویلي دي چې که سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماو غونډې د افغانستان روانه جګړه باطله اعلام کړه، دا به امریکایانو سره د همکارۍ په مانا وي

شریک یي کړئ