Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په اړه د تاشکند د سولې غونډه جوړه شوه

دا غونډه نن سې‎شنبې (د وري په ۷ مه) د افغانستان، ترکمنستان د ولسمشرانو او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول له ویناوو سره پیل شوه.

د ترکمنستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په دغې غونډه کې وویل چې د تاشکند غونډه به له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې له بهیر او د افغانستان د ناکامه راتلونکي له مخنیوي سره به مرسته وکړي.

ولسمشر غني په دغې غونډه کې وویل چې افغان حکومت به سولې ته د رسېدو لپاره له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د ولسمشر غني له لیدلوري، افغانستان او د سیمې نور هېوادونه ګډې موخې او ننګونې لري او د یوه ښه سیاسي، امنیتي او اقتصادي راتلونکي لپاره، باید له یو بل سره ښه کار وکړو.

هغه زیاته کړه:«ګډون کوونکي هېوادونه غواړي ترڅو د تاریخ لاره بدله کړي، ځکه چې اوسني فرصتونه نادر او کم دي او باید له لاسه یې ور نه کړو.»

هغه همدارنګه وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو له امله د ګواښونو کابو کول د ټولو هېوادونو صادقانه مرستو ته اړتیا لري.

د ښاغلي غني په وینا، بهرني طالبان نه پرېږدي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغه همدارنګه ګواښ وکړ تر هغې چې په افغانستان کې ننګونو ته رسېدنه ونه شي، په سیمه کې د سولې ټینګښت به ناشونی وي.

هغه په دې اړه وویل:«ترهګرې شبکې سره نښتې دي او ګډې موخې لري. افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی. په افغانستان کې د داعش ډلې غړو شمېر له دوه زرو څخه کم دی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د هغوی په وړاندې جګړه کوي او د هغوی څه باندې زر تنه یې وژلي دي چې ډېریو یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې فعالیت درلود. په تېرو دوو اوونیو کې افغان ځواکونو د دغه ګډ ګواښ د له‎منځه وړلو لپاره ګټور عملیات ترسره کړي دي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه چې اوس ټول په تاریخي شېبو کې دي او په حقیقت کې جګړه د افغانستان د موقعیت پر سره ده. او د دغې جګړې د پای لپاره اړتیا ده ترڅو سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

هغه په ډاګه کړه:«روانه جګړه د افغانستان پر موقعیت هغه ده او په دې اړه سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع ډېره اړینه ده. باید د خبرو اترو فرصت رامنځته شي. نن د دې لپاره سره غونډ شوي یوو چې ګډ ګواښونه موږ ته متوجه دي او د دغې غونډې موخه دا ده ترڅو ګډ ګواښونه له‎منځه یوسو.»

هغه همدارنګه وویل تر هغې چې سیمه‎ییزې همکارۍ عملي نه‎شي، په افغانستان کې به سوله رانه‎شي.

هغه همدارنګه د تل په څېر د په پاکستان کې د ترهګرو پټن‎ځای ته کومه نغوته نه لرله، خو ګواښ یې وکړ چې په سیمه کې د متقابلو سیاستونو مخه باید ونیول شي.

افغان ولسمشر زیاتوي:«که‎چېرې ډېری سترې سیمه‎ییزې پروژې تطبیق شي، د خپلو خلکو ته مو ستر خدمت کړی. د تقابلي سیاستونو پر ځای باید د همکارۍ فضا رامنځته او پراختیا ورکړو.»

په دغې غونډه کې، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو استازي چې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه به وي، ګډون وکړوي.

په دغې غونډه کې د ازبکستان ولسمشر په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د ښکېلو لور له خوا د اوربند غوښتونکی شو.

شریک یي کړئ