د ناټو رهبرۍ لاندې، د ایساف له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې یوه چورلکه غورځیدلې چې په ترڅ کې د ایساف یو سرتیری وژل شوی.
که څه هم ایساف د مړه شوي بهرني سرتیري د هیواد او د پیښې د کره ځای په اړه مالومات نه دي ورکړي خو د هیواد په سویل کې ډیری امریکایي او برطانوي سرتیري میشت دي.
په کندهار کې د افغاني ځواکونو یو امنیتي چارواکي د نوم د نه خپرولو په شرط وویل چې پیښه د چهارشنبې په شپه ناوخته د کندهار په معروف ولسوالی کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د ایساف چورلکه د یو مخابراتي شرکت له پایې سره وجنګیده.
همداراز دې چارواکي زیاته کړه چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ نور سرتیري ټپیان شول.
په دې اړه مو اندونه