Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۰ هېوادونو کې کورنۍ جګړې روانې دي

د برېټانیا نړیوالو سټراتیژیکو څېړنو مرکز په خپله څېړنه کې ویلي دي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د نړۍ په لسو هېوادونو کې جګړې روانې وې او افغانستان وروسته له سوریې، مکسیکو او عراق څخه ډېره مرګ ژوبله درلوده.

د یاد مرکز رئیس، ډاکتر جان‎ چپ‎من ویلي دي چې سوریې کې تېر کال بیا تر ټولو ډېره د ملکي کسانو مرګ‎ژوبله درلوده او ورپسې مکسکو، عراق او افغانستان ولاړ دي.

دی زیاتوي، سره له دې چې د نړۍ په هېوادونو کې کورنۍ جګړې زیاتې شوې دي، خو د ملکي کسانو مرګ ژوبلې شمېر د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله زیاته شوې ده.

ښاغلي چپ‎من څرګنده کړې ده:"که څه هم په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې وړم کال په پرتله مرګ ژوبله کمه شوې ده، خو کورنیو جګړو دوام درلود، دېرې نښتې د منځني ختیځ په هېوادونو لکه سوریې، عراق او لیبیا کې وې، خو مکسیکو کې هم جګړې د مافیا له ډلو سره وې په دې نښتو کې ۲۳ زره کسان وژل شوي دي."

دی په دې هېوادونو کې د جګړو لامل "کمزوري او ناکاره" حکومتونه بولي.

نوموړي وړاندې ویلي دي:"دا ډول جګړې د کمزورو حکومتونو په شتون کې زیاتې شوې دي، د ښې حکومتولۍ پرته به دا جګړې دوام ولري."

د دې راپور موندنې ښیې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کورنیو جګړو افغانستان کې د ۱۶ زرو او عراق کې ۱۷ زرو کسانو ژوند اخیستی دی او سوریه د دې نوملړ په سر کې راځي چې ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.

د بريټانیا یوه څېړنه ښیې چې تېر زیږدیز کال کې د کورنیو جګړو له امله افغانستان کې ۱۶ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ