Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کرنیز صادراتي توکي دوبۍ کې نندارې ته کېښودل شول

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پراختیايي بنسټ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۸مه) ویلي چې ۲۶ افغان صادر کوونکو خپل صادراتي توکي لکه وچې مېوې، د مېوو اوبه، زعفران او مسالې د «دوبۍ ګلفوډ» نندارتون کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته اېښي دي.
 
دغه نندارتون تېره ورځ جوړ شو او ټاکل شوې چې د څلورو ورځو لپاره دوام وکړي.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پراختیايي رییس پپټر ناټیالو په دې اړه وايي:«په داشان مهمو صادراتي بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو د پلور زیاتوالي د بزګرو کورنیو عاید زیات کړی دی. افغان ښځو او سړیو ته یې کاري فرصتونه رامنځته کړي دي او همدارنګه د افغان حکومت عواید یې زیاتوي.»

هغه زیاته کړه:«د امریکا حکومت ژمن دی چې د دغه بنسټ له لارې سولې او سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.»

په دغه نندارتون کې د افغان مېرمنو محصولاتو هم نندارې ته وړاندې کړل شول.

د ګلفوډ نندارتون، د ۴۲۰۰ تنو چې خپل محصولات نندارې ته اېږدي او د نړۍ له ۱۵۲ هېوادونو څخه د څه باندې ۹۸۰۰۰ ننداره چیانو د کوربتوب وړتیا لري.

نهاد توسعه یی ایالات متحد امریکا می گوید که این نمایشگاه برای صادرکننده‌گان محصولات با کیفیت افغانستان یک فرصت فوق‌العاده‌ای را فراهم می‌کند تا به بازارهای جهانی راه یابند.

شریک یي کړئ