Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کې د امریکايي پوهنتون لپاره د مالي سرچینو موندلو هڅې

د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله د افغانستان د امریکايي پوهنتون د تړلو په اړه د اندیښنو په لړ کې ددغه پوهنتون رییس، ډیویډ سدني وایي ددغه پوهنتون د مالي سرچینو د پیدا کولو لپاره هڅې کوي.

هغه وايي هڅه یې همدا ده څو د مالي ستونزو له کبله د دغه پوهنتون تړل کېدو مخ ونیسي، خو زیاتوي چې امنیتي ګواښونه د امریکا لخوا دغه پوهنتون د ملاتړ لپاره لویه ستونزه ده.

هغه زیاتوي، د افغانستان امریکايي پوهنتون د کال ۲۵ میلیونه ډالره لګښت لري او ۲۵ سلنه یې د دغه پوهنتون د امنیت ساتنې لپاره لګول کېږي.

ښاغلي سډني زیاتوي:«موږ د هغه لپاره چې اړتیا ده خپلو هڅو ته دوام ورکوو، نه یوازې زه بلکې ټول کارکونکو او محصلین په دې اړه هڅه او کار کوي، زه هیله من یم، خو هیڅ تضمین نشته.»

ښاغلی سدني امنیتي ګواښونه د دغه پوهنتون په وړاندې لویه ننګونه بولي او وایي ډیری دغه ګواښونه د طالبانو او نورو ډلو لخوا دي.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون رییس په دې اړه وايي:«‎فکر کوم چې امنیت ددغه پوهنتون په وړاندې لومړی درجه ګواښ دی چې ښایي دا ګواښونه له دې پوهنتون سره د امریکا مالي تمویل ته زیان ورسوي، نه یوازې په دې برخه کې بلکې په افغانستان کې به نورو هڅو ته هم زیان ورسوي.»

د دغه پوهنتون یو شمېر محصیلن د خپل پوهنتون د احتمالي تړل کیدو په انديښمن دي.

یو تن محصل، جمشید محمدي وايي:«د دغه پوهنتون له تړل کېدو سره ټول محصلین اندېښمن دي، د دوی هیلې له خاورو سره خاورې کیږي. ځکه  دوی نړیوال سټنډرډ غواړي او داسې بل پوهنتون نشته.»

د افغانستان امریکايي پوهنتون چې په سیمه کې یو معتبر پوهنتون بلل کیږي د امریکا د حکومت لخوا تمویلیږي او په کال شل میلیون ډالرو ته اړتیا لري، په اوسني وخت کې کابو اته سوه تنه په دغه پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې دا پوهنتون جوړ شوی له زرو زیات کسان ترې فارغ شوي دي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون مشر وايي چې دوی د کال ۲۵ میلیونه ډالره لګښت لري او ۲۵ سلنه یې د دغه پوهنتون د امنیت ساتنې لپاره لګول کېږي

شریک یي کړئ