Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره د پنټاګون هڅې

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره د پنټاګون له تابیاو نه خبر ورکوي.

مټیس وايي د افغان دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې له شتوالي سره، دغه ځواکونه له ترهګرۍ سره جګړې ته دوام ورکوي.

هغه وايي چې د امریکا متحده ایالت به په مشخصو برخو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره، ځانګړې تابیاوې به ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس څرګنده کړه:«له تېر کال راهیسې هغوی یانې افغان دولتي ځواکونو ډېره مرګ ژوبله لرلې ده. خو هغوی جګړې ته دوام ورکوي او موږ په دې برخه کې ځینې تکتیکونه کار وو. او موږ افغان امنیتي ځواکونو ته په مشخصو برخو کې ډېر ملاتړ ته زمینه برابرو.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز رفیعي هم وویل:« فکر کوم تراوسه د امریکا تګلاره ډېره هراړخیزه نه ده، افغانستان له طالبانو او مخالفینو سره د معاملې لپاره یوې کورنۍ تګلارې ته اړتیا لري، له هغې وروسته اړتیا ده چې په دې اړه یوه سیمه‎يیزه او په پای کې نړیواله تګلاره برابره شي.»

ښاغلی مټیس زیاتوي امریکايي او ایتلافي ځواکونه په پرله‎پسې توګه په افغانستان کې پر عملیاتو بیا کتنه کوي چې په دغه له سره غور کولو کې د افغان ځواکونو تلفات، د روزل شویو ځواکونو شمېر او جلب او جذب او نورې مسلې شاملې دي.

ملي دفاع وزارت وایي له دې سره سره د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په پرتله د طالبانو تلفات درې برابره دي.

له هغې وروسته چې ملي دفاع وزیر په مشرانو جرګه کې د جګړې له پراختیا سره په یو وخت د دولتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي خبره وکړه اوس پنټاګون د دغو تلفاتو د کمولو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ