Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ترک ښوونځيو مدیریت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته سپارل کېږي

ولسمشر غني هوکړه کړي چې په افغانستان کې د افغان ترک لېسو مدیریت د ترکیې د پوهنې بنسټ ته  چې یوه دولتي اداره ده وسپاری.

د لېږد د بهیر لومړني کارونه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به د دغو ښوونځیو مدیریت هم دغه بیسټ ته وسپارل شي.

اخوا د دغو ښوونځیو مسؤولین ګواښ کوي چې دغه لېږد د دغو ښوونځیو د تړل کېدو په معنا دی چې د دغو ښوونځیو په ښوونیز او روزنیز بهیر به هم ناوړه اغېزه ولري.

ځینې سرچینې وايي چې د ترکیې د پوهنې بنسټ ته د افغان ترک لېسو د مدیریت د لېږدولو بهیر مشري د ملي امنیت شورا لخوا کېږي او د لېږد بهیر لومړني کارونه هم شوي دي.

د افغان ترک ښوونځيو د عمومي ریاست مرستیال احمد فواد حیدري وویل:«نور او په نړیوالو سیالیو  او کانکور کې ۹۹ سلنه کې بریا  فکر نه کوم چې ولرو.»

له افغان ترک ښوونځيو څخه د ګولن غورځنګ د مشر فتح الله ګولن لخوا ملاتړ کېږي، د ترکیې له ناکامې کودتا وروسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او فتح الله ګولن ترمنځ اړیکې خرابې شوې له همدې امله د ترکیې حکومت له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د دغو ښوونځیو اداره د دغه هېواد حکومت ته وسپاري.

ښاغلي حیدري زیاته کړه:«ښاغلی ګولن په دغو ښوونځیو کې برخه نه‎لري،ښاغلی ګولن په نېغه توګه په دغو ښوونځیو نفوذ نه‎لري.»

یوه سرچینه وايي چې ولسمشر د دغه لېږد حکم لاسلیک کړی او د نوموړو ښوونځیو د لېږد مشري هم د ملي امنیت شورا پرغاړه ده.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ په دې اړه څرګنده کړه:«د حکومت دغه ګډ کار د ترکیې حکومت د رسمي غوښتنې پر بنسټ وه،هېڅ بنسټ په منحصره توګه کار نه دی کړی،بلکې د حکومت یو ټولیز کار وه.»

افغان ترک ښوونځيو د پوهنې په برخه کې په تېرو ۱۶ کلونو کې ښه مخینه لري او د دغو ښوونځیو زده کوونکو هېواد ته سلګونه مډالونه راوړي دي، خو د حکومت دې پریکړې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

له ۲۲ کلونو راهیسې افغان ترک ښوونځي په افغانستان کې فعالیت لري، په اوسني وخت کې کابو ۸ زره نجونې او هلکان په دغو ښوونځیو کې زده کړه کوي.

شریک یي کړئ