Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ستوري د پروګرام د اتم فصل پيل

ټاکل شويده چې د نوامبر مياشتې په دويمه نيټه د افغان ستوري د اتم فصل لومړی پړاو د طلوع ټلويزيون له خوا خپور شي.

په دې خپرونه کې چې له ټول هيواد څخه د هنر په زرګونو منيه والو برخه اخيستې د ځوانو استعدادونو د ودي په موخه پيل شويده.

د طلوع ټلويزيون مسول مدير مسعود سنجر په وينا د افغان ستوري خپرونه وروسته له هغه پيل شوه چې د افغانستان د موسيقي په بازار کې د ځوانو هنرمندان کموالی احساس شو.

سنجر له طلوع نيوز سره په مرکه کې وويل : « له دې چې د افغانانو موسيقي خوښيږي او موسيقي پوله نلري او له دې چې خلک له هر ډول موسقيي چې پاپ وي کلاسيک وي ګټه اخلي ، دغه پروګرام هغه مهال پيل شو چې په هيواد کې د ځوانو هنرمندانو کموالی وليدل شو.»

نوموړي زياته کړه د هيواد ډيری نفوس ځوانان جوړوي او د افغان ستوري پروګرام د خلکو ترمنځ خپل ځای پيدا کړی دی او د هيواد په دننه او بهر کې د پام وړ شهرت څخه برخمن دی.

مسعود سنجر په دې پروګرام کې د ښځو د ونډې په اړه په دې باور دی چې په تير کې هم د موسيقي په برخه کې د ښځو ونډه کمه وه خو د افغان ستوري پروګرام تر يوې کچې توانيدلی چې دوديز محدوديتونه مات کړي او کورنۍ کرار کرار خپلو لوڼو ته په دا شان پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورکړي.

نوموړي زياته کړه : « د افغانستان په شان په يوه سنتي هيواد کې پخوا هم د موسيقي په برخه کې د ښځو ونډه کمه وه ، خو د افغان ستوري د پروګرام له پيليدو وروسته کورنيو درک کړه چې ښځي هم کولای شي ددې تر څنګ چې ډاکټرانې او ښوونکي ووسي يوه ښه هنرمند هم له ځانه جوړ کړي. »

د ښاغلي سنجر په وينا افغانستان ته د انټرنټ د نويو خدمتونو يا تري جې له راتګ سره د افغان ستونزي د انلاين سيالۍ له ځانګړي شهرته برخمني شوي دي په داسي حال کې چې تير کال د ټولنيزو خدمتونو د شبکې يوتيوب له خوا د افغان ستونزي د ليدونکو شمير څه باندي درې ميليونو کسانو ته ورسيد .

نوموړي وويل : « موږ تير کال د يوتيوب له لاري درې ميليونه ليدونکي درلودل . هيواد ته د تري جي خدمتنو له راتګ سره د انټرنټ له لاري ډيرو خلکو ته د ليدو چانس برابريږي. دا د هغو افغانانو لپاره چې په بهر کې دي ښه چانس دی او کولای شي د انټرنټ له لاري دافغان ستوري په پروګرام کې ګډؤن وکړي. »

ښاغلي سنجر وويل د هيواد له ټولو برخو ځوانان کولای شي د افغان ستوري په پروګرام کې ګډؤن وکړي.

نوموړي امنيتي ستونزي دننګوني په توګه وګڼلې خو ويې ويل چې د افغان ستوري ټيم به له دې ننګونو سره مبارزه وکړي او د کندهار، هرات ، جلال اباد په شان د هيواد يو شمير سيمو ته سفر وکړي.

ښاغلي سنجر وويل:«افغانانو د افغان ستوري د پرورګرام ارزښت درک کړی دی او هيڅ ډول ټولنيز مشکل نشته. خو د ناامني ستونزي په مخ کې پرتې دي.»

ښاغلي سنجر وويل په داسي حال کې چې په هيواد کې ډير سندر غاړي شته خو د افغان ستوري د پرورګرام له لاري روزل شوي ځوانان ډير ژر کولای شي د ټولنې په منځ کې مشهور شي او خپل مينه وال پيدا کړي.

کورنۍ رسنۍ هم د افغان ستوري د پروګرام د ګډونوالو په مشهورولو کې ډير مهم رول لري چې د يادو رسنيو د سندريزو پروګرامونو په سيالۍ کې تل د افغان ستوري د خپرونې ګډونوال لومړي مقامونه ترلاسه کوي.

نوموړي زياته کړه د افغان ستوري پروګرام د سيمي په کچه د داشان پروګرامونو سره د تخنيکي او محتوياتو له پلوه سيالي کولای شي.

نوموړي وويل : « د تخينکي پلوه ان له هند سره هم سيالي کوو او د محتوياتو له پلوه تر يوې کچې سيالي کولای شو خو موسيقي د هنديانو د فرهنګ يوه برخه ده او له ماشوم توبه او ان له ښوونځي څخه د موسيقي په برخه کې زده کړي کوي.»

ښاغلي سنجر وويل ددې خپرونې ګډونوال به له بشپړ چمتوالي سره په دې پروګرام کې ګډون وکړي او د هغوی د لا ښه ځليدو لپاره ځانګړي تياري نيول شوي دي.

نوموړي له ټولو کسانو وغوښتل چې ددې پروګرام د لا ښه والي لپاره هڅه وکړي ځکه د افغانستان موسيقي د دوی په لاس کې دی.

نوموړي زياته کړه کوم کس چې په دې پروګرام کې لومړی مقام ترلاسه کړي د باربد د په همکارۍ به د هغه يو البوم جوړ کړي.

نوموړي له ټولو هيوادوالو وغوښتل چې د خپلوي او سيالي له پلوه يوه کس ته رايه ورنکړي بلکې د هغه استعداد په پام کې ونيسي.

د افغان ستوري د پروګرام د اتم فصل پيل

ټاکل شويده چې د نوامبر مياشتې په دويمه نيټه د افغان ستوري د اتم فصل لومړی پړاو د طلوع ټلويزيون له

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه