Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په مسله کې جان بولټون څنډې ته کړل شوی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي، د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د افغانستان د سولې بهیر کې څنډې (حاشیې) ته کړل شوی دی.

دغه امریکايي ورځ پاڼه لیکلي چې د جان بولټون نوم په امریکا کې یوې وروستۍ امنیتي غونډه کې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، مرستیال یې، مایک پنس، دفاع وزیر، د سي ای اې رییس، لوی درستیز او زلمي خلیلزاد له حضور سره جوړه شوې وه، موجود نه و؛ خو د خپل یوه سکرتر په غوښتنه وتوانېد دغې غونډې که ګډون وکړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، جان بولټون ځکه دغې غونډې ته بلل شوی نه و، چې امریکايي چارواکو ، د هغه د ډلې له خوا د خپلو خبرو اترو د جزییاتو د افشا په اړه وېره لرله.

خو جان بولټون دا تور ردوي او ویلي یې دي چې هغه او ډلې یې هېڅکله، هېڅ مالومات رسنیو ته افشا کړي نه دي.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي:«جان بولټون چې نړۍ کې د امریکا د پوځي حضور ملاتړی دی، له طالبانو سره د سولې هوکړې په یو کورني مخالف بدل شوی. د هغه دې مخالفت د ټرمپ غوسه راپارولې او د هغه سلاکارانو هغه اړ کړی چې بولټون له طالبانو سره د حساسو بحثونو څخه لیرې وساتي."

بل لورته بیا امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي، جان بولټون غوښتي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ورکړل شي، خو زلمي خلیل‌زاد د هغه دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې و، بولټون د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي په توګه کولای شي یوازې د دې هوکړې متن ولولي، خو نه شي کولای کاپي یې له ځان سره وساتي.

یو بل امریکايي چارواکی وايي چې بالاخره د دغې لاسوند یوه نسخه د ملي امنیت شورا دفتر ته واستول شوه.

له دې ټولو سره امریکايي چارواکو ویلي چې بولټون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې له ایستلو سره مخالف نه دی؛ بلکې له هغه هوکړه‎لیک سره چې زلمی خلیلزاد یې غواړي له طالبانو سره لاسلیک کړي مخالف دی.

خو په دغې غونډه کې ټرمپ او بولټون د افغانستان په اړه بېلابېل لیدلوري لرل. نقد کوونکو دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا کولای شي پر طالبانو اعتماد وکړي چې خپلې ژمنې به عملي کړي؟

د امریکا د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران د زلمي خلیلزاد له طرحو سره موافق دي؛ خو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکايي ځواکونو حضور حیاتي ګڼي. 

امریکايي چارواکو ویلي چې بولټون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې له ایستلو سره مخالف نه دی؛ بلکې له هغه هوکړه‎لیک سره چې زلمی خلیلزاد یې غواړي له طالبانو سره لاسلیک کړي مخالف دی.

شریک یي کړئ