Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې په هکله اسلام اباد ته د خلیل زاد سفر

پاکستانۍ رسنیو رپوټ ورکړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په دې وروستیو کې اسلام اباد ته سفر کړی او نن (جمعه د سلواغې په ۱۱مه) د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې کتنه کې ویلي چې، د واشنګتن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به د افغانانو تر منځ د خبرو موکه هم برابره کړي.

ښاغلي قریشي زیاته کړې:«د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه به د افغانانو تر منځ د خبرو لپاره هم لاره پرانیزي. دغه مسله نه یوازې پر افغانستان؛ بلکې پر سیمې به هم ښه اغېز وښېندي.»

خلیلزاد پاکستان ته له سفر مخکې بروکسل ته هم تللی و او هلته یې له امریکايي او د ناټو له چارواکو سره خبرې کړې وئ.

خلیلزاد په داسې حال کې اسلام اباد ته ځي چې دم ګړۍ په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې اترې درول شوې دي.

له دې سره جوخت افغان حکومت ټينګار کوي چې طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې باید اوربند اعلان کړي - خو طالبان او امریکا د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وویل:«تراوسه هغه تمه چې وه چې ګواکې پاکستان به د ترهګرو د پټن ځایونو په وړاندې چې د پولې هغې غاړې ته دي عملي اقدام وکړي، نه ده پوره شوې.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، اروپايي ټولنې او ناټو په یوې ناسته کې د افغانستان د سولې له بهیره او ټول شموله خبرو ملاتړ کړی دی.        

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکلاس کي ویلي:«اروپايي ټولنه او ناټو د افغانستان اوږد مهاله همکاران دي چې ګډې موخې او ارزښتونه لري. موږ د سولې له بهیره او د افغانانو تر منځ له ټول شموله خبرو پر ملاتړ ټينګار کوو.»

خو په کابل کې د سولې بهیر په اړه سیاسي ګوندونه، سیاستوال او حکومت واحد لیدلوری نه لري.

په سولې چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري څرګندوي:«د سولې په چارو کې د دولت وزارت سیاسي او ټولنیز ګډون د سولې بهیر په ټول شمولوالي کې لازم، او په راتلوونکي کې د ملي اجماع پیاوړتیا او تحکیم ګڼي. له همدې امله له جهادي مشرانو د نظر ادلون بدلون او معلوماتو په منظور یو لړ لیدنې شوي او دوام لري.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په قطر کې له طالب استازو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته بروکسل ته تللی و او هلته یې له امریکايي او ناټو چارواکو سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې وې.

شریک یي کړئ