پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۴مه) رپوټ ورکړی، تمه ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړۍ پلاوی د دوه اړخیزو مسایلو او د افغانستان د موضوع د خبرو اترو په اړه نن اسلام اباد ته ورسېږي.
دغه پلاوی به د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهریو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ شي.
د رپوټونو پر بنسټ، دا سفر به اسلام اباد ته پنځه ورځنی سفر وي او د دې په لړ کې به امریکايي چارواکي له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم څېړنې وکړي.
دا سفر له هغې وروسته ترسره کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه وکړه چې له ولسمشر غني او همدارنګه طالبانو سره به خبرې وکړي څو دا ډله په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.