Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد خبرې

پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت نن(چهارشنبې د لړم په ۸مه نېټه) د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له اسلام اباده لیدنه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

همداراز اعلامیه کې وړاندې راغلي دي:«ځانګړي استازي په دې لیدنه کې د لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه او یو شمېر نورو چارواکو سره د سولې اوسني بهیر او همداراز د تاوتریخوالي د کموالي ارزښت په تړاو  خبرې کړې دي.»

مخکې له دې د پاکستان لومړي وزیر دفتر ويلي وو چې زلمي خلیلزاد دوشنبې او سې شنبې له اسلام اباده لیدنه کړې ده.

خلیلزاد مخکې له دې سفره له کابله هم لیدنه کړې وه. په همدې حال کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ(د لړم په ۷مه نېټه) د خلیلزاد دغه سفر د حقاني ډلې په ولکه کې امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په موخه وباله.

خو اسلام اباد ته د خلیلزاد سفر د سولې په تړاو د هڅو یوه برخه بلل کیږي تر  څو دا خبرې بیا پیل شي.

له طالبانو سره د امریکا خبرې کابو دوه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا ودرول شوې.

ټرمپ د دغو خبرو د درولو لامل د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو برید وباله چې په پایله کې یې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

مخکې له دې د پاکستان لومړي وزیر دفتر ويلي وو چې زلمي خلیلزاد دوشنبې او سې شنبې له اسلام اباده لیدنه کړې ده

شریک یي کړئ