Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په پار افغانستان او قطر ته د خلیلزاد د تازه سفر پيل

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره افغانستان او قطر ته خپل نوی سفر پيل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې بهیر د زمینې او جګړې پای لپاره د یوې ټولیزې هڅې لپاره د جولای له ۲۲مې نېټې څخه د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې به له افغانستان او قطر څخه لیدنه وکړي.

په خپرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به کابل کې له افغان حکومت سره د سولې بهیر د راتلوونکو ګامونو او د مرکچي پلاوي چې وکړای شي د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي مشوره وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خلیلزاد به همدارنګه سولې په برخه کې د فعالانو په ګډون د نړیوالې ټولنې له غړو، افغانستان کې د ښځو د حقونو دفاع کوونکو سره هم وویني او په دوحه کې به له طالبانو سره به خبرې بیا پیل کړي.

له دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د امریکې او طالبانو د خبرو اترو اووم پړاو «ډېر جوړونکی» و. 

امریکايي او طالب استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، اوربند، او د افغانانو ترمنځ پر خبرو بحث کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد به کابل کې له افغان حکومت سره د سولې بهیر د راتلوونکو ګامونو او د مرکچي پلاوي، چې وکړای شي د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي مشوره وکړي.

شریک یي کړئ