Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان نامتو خبریال مجاهد کاکړ مړی المان کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د نامتو او مخکښ خبریال او د طلوع نیوز د پخواني رییس مجاهد کاکړ مړی نن جمعه د المان په اخن ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

مجاهد کاکړ له سرطان ناروغۍ سره تر اوو کلونو مبارزې وروسته، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د المان په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د ښاغلي کاکړ د کورنۍ غړي، خپلوان او همکاران د هغه د مړینې له امله د غم په ټغر ناست دي او د ښاغلي کاکړ نشتون د هېواد د مطبوعاتو لپاره ستره تشه ګڼي.

د مجاهد کاکړ له خپلوانو نجیب الله روشن وايي:«د کاکړ مړینه ډېره زړه سوزونکې ده. هغه المان ته نه و راغلی چې ژوند وکړي. هغه المان ته د درملنې لپاره راغلی و چې ښه شي او بېرته افغانستان ته ولاړ شي او خپلې خبریالاۍ ته دوام ورکړي.»

د مجاهد کاکړ له پخوانیو همکارانو انور هاشمي هم څرګنده کړه:«هغه کړنې چې ښاغلي کاکړ صاحب هغه وخت د خبریالۍ لپاره وکړې، ډېرې شجاعانه وې.»

په طلوع نیوز کې د مجاهد کاکړ له پخوانیو همکارانو شکیلا ابراهیم خېل هم وايي:«کاکړ صاحب هېڅکله تعصب نه درلود؛ د هېڅ دین او هېڅ مذهب او خبر په اړه یې هېڅ تعصب نه درلود. هر خبر به چې چمتو کېده له هر ډول تعصب پرته به خپرېده. خبریالي د هغه لپاره یو ارزښت و.»

مجاهد کاکړ د طلوع نیوز له بنسټ اېښودونکو څخه و، او په افغانستان کې د نوې، معاصرې او مسلکي خبریالۍ په رامنځته کولو کې یې ډاګیزه ونډه لرلې ده.

مجاهد کاکړ په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې له طلوع سره خپل کار پيل کړ او د طلوع نیوز له جوړېدو وروسته د دغه ټلوېزیون مدیریت یې ترلاسه کړ.

هغه له هغو کسانو و چې د طالبانو له پېر وروسته په هېواد کې یې د مسلکي خبریالۍ بنسټ کېښود. 

مجاهد کاکړ خبریالي یې ‍ستر ارزښت ګڼه او غوښتل یې چې له درمنلې وروسته بېرته افغانستان ته ستون شي. خو دغه هیله یې پوره نه شوه.

په المان کې د مجاهد کاکړ له ګاونډیو شبنم افغان وايي:«زما لپاره، چې د کاکړ په څېر په کډوالۍ کې یم، ډېره ستونزمنه ده. هر چېرته چې ځم - په کور، روغتون او کار ځای کې - غم لرم او ډېره راته سخته ده.»

مجاهد کاکړ ۵۱ کاله عمر درلود. هغه واده کړی و او له هغه دوه ماشومان پاتې دي.

شریک یي کړئ