د فاریاب د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغه ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۷ طالبان او د ولسي پاڅون کوونکو یو سرتېری وژل شوی دی.
په خپرپاڼه کې راغلي دي چې دغه بریدونه د دغه ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ په فیض اباد سیمه کې په لاره اچول شوي وو چې په پایله کې یې ۴ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه بل ځای کاږي چې طالبانو همدارنګه د بلچراغ ولسوالۍ د چرمګرۍ په سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر ځواکونو هم برید کړی چې د دغې نښتې په پایله کې ۳ طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه برید کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو یو سرتېری هم وژل شوی او یو پولیس ټپي شوی دی.
په خپرپاڼه کې د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو له افغان ځواکونو سره د نښتې پخلی کړی دی.