Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو ملاتړ په تړاو د ناټو بیا ژمنه

د ناټو غړو هېوادونو سې‎شنبې (د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) د مرسته کوونکو شریکانو سره په یوه ناسته کې چې بروکسل کې ترسره شوه، له ۲۰۲۰ زیږدیز کال وروسته له افغان امنیتي ځواکونو څخه د مالي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې ټولو شریکانو ژمنه وکړه چې له افغان ځواکونو به دوامداره مالي ملاتړ کوي او افغانستان کې پیاوړی پوځ دا هېواد د سولې خوا ته بېولی شي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ همداراز څرګنده کړه چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې په شیکاګو کې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنه له  ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کاله پورې وه.

ده همداراز وویل:«په وارسا ناسته کې هم په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ټولو هېوادونو تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه کړې وه او تېر کال په بروکسل ناسته کې مرسته کوونکو هېوادونو  تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه.‎»

د ناټو منشي همداراز زیاته کړه:«د افغان ځواکونو د ملاتړ صندوق د نړیوالې ټولنې او نړیوالو پروژو په اړېکه کې مهمه ونډه لري، تر څو د ځواکونو وړتیاوې لوړې شي او له دوی سره د جګړې په ډګر کې مرستې وشي.»

هغه همداراز د سې شنبې ورځې ناسته له افغان ځواکونو د دوامداره او پیاوړي ملاتړ ښکاره کوونکې وبلله او همداراز یې د خبرو له لارې سولې ته د افغانستان پر رسېدو هم ټینګار وکړ.

بروکسل ناسته کې د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست، همایون قیومي، د دفاع وزارت مرستیال، عبدالحی رووف، کابل کې د کاناډا سفیر، د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د دفاع وزارت استازي او د ناټو او ملګرو ملتونو یو شمېر استازو ګډون کړی وو.

ینس سـټولټنبرګ وویل چې د سې‎شنبې ناسته د افغان ځواکونو دوامداره او پیاوړی ملاتړ په ډاګه کوي

شریک یي کړئ