د ملي دفاع وزارت یکشنبې( د وري۵مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې د ۳ داعش وسلهوالو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي دي.
دا بریدونه په کندز او ننګرهار ولایتونو کې ترسره شوې دي.
خبرپاڼه وايي چې له وژل شویو وسلهوالو ۱۱ تنه یې د کندز ولایت په خانآباد او امام صاحب ولسوالیو کې وژل شوي دي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
همداراز په دې ولایت کې وسلهوالو دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې د افغان ځواکونو دې بریدونو کې د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش ډلې درې غړي چې پاکستانیان دي وژل شوي دي.
خبرپاڼې د عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.