د کورنیو چارو وزارت نن(شنبې د وري۱۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۵۷ وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د هېواد په بېلابیلو ولایتونو هلمند، ارزګان، ننګرهار، پکتیا، کندز، غزني اوسرپل کې ترسره شوي دي.
په وژل شویو ۵۷ وسلهوالو کې ۱۶ د داعش وسلهوال هم شامل دي او ترڅنګ یې د دې ډلې ۲۲ نور وسلهوال نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې زیاته کړې ده چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وسلهوالو دوه موټره له منځه تلي او یو شمېر وسلې یې هم په لاس ورغلي دي.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو او ملکي خلکو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.