Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو په تړاو د طالبانو نظر ته د ولسمشر غني غبرګون

ولسمشر غني شنبې( د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د طالبانو د قطر دفتر د پخواني مشر، شېرمحمد عباس ستانکزي د خبرو په غبرګون کې وویل، هغوی چې نور په زور خبرو ته کېنوي، د هېواد د زمریانو د ګډوډلو خبرې دې نه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړې:«هغوی چې نور یې په زور مذاکراتو ته کشوي، زموږ د اتلانو د پاشلو خبرې دې نه کوي، که دومره تکړه وي د انتحار او انفجار پرځای دې د جګړې په ډګر کې دوی ته ورمخ شي.»

ولسمشر غني په ارګ کې، د کومانډو له ځینو سرتېرو او افسرانو سره لیدنه کې وویل چې دولتي ځواکونه د ځان بسیاینې پر لور روان دي.«موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ (موقتي) سوله نه منم. هغه سوله چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده.»

ولسمشر وویل هغه سوله د منلو نه ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول په‎کې نه وي تضمین شوی.

ولسمشر همداراز  څرګنده کړې ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، یو کال او یا هم د یوې لسیزې نه دي، بلکې هغه ځواکونه دي چې د سلګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي.

ښاغلي غني وړاندې ویلي دي:« زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي.»

عباس ستانکزي په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي وو چې د سولې خبرو کې د طالبانو ګډېدو سره به، د ملي اردو ځواکونه مدغم شي.

هغه زیاته کړې ده:«د امریکايي ځواکونو وتو سره به نور دا عسکر نه وي، ځکه چې زما په نظر دا عسکر دا پوځ امریکا جوړ کړی او کله چې امریکایان ووځي، دوی به هم ختم شي، ځکه چې د شتون لامل یې نور له منځه ځي.»
 
ولسمشر غني ویلي دي هغه سوله چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده

شریک یي کړئ