Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۲۳ وسله‎والو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د  افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د هېواد بېلابيلو سیمو کې۲۳ وسله‎وال وژل شوي دي.

د دې وزارت په خبره په وژل شویو کې د داعش دوه وسله‎وال هم شامل دي.

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۲۱ وسله‎والو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي چې په ټپیانو کې د طالبانو یو سیمه‎ييز قومندان هم شامل دی.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو په غزني، ارزګان، بادغیس، بغلان، تخار، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په دې عملیاتو کې د وسله‎والو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته چاڼيز، ۶۹ ځانګړي پوځي عملیات، ۱۰۰ هوايي بریدونو یې د وسله‎والو پر وړاندې ترسره کړي دي.

دې وزارت د عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ځواکونو تېرو څلورویشتو ساعتونو کې چاڼيز، هوايي او ځانګړي عملیات ترسره کړي دي چې په دې کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ