په بدخشان ولایت کې د عبدالاحمد په نامه د طالبانو یوه قومندان په ګډون بیابیلو پوځي عملیاتو کې د ۲۸ وسلهوالو طالبانو له وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د شمالختیځ زون د پولیسو قومندانۍ د رسنیو دفتر وايي چې د طلبانو نامتو قومندان عبدالحمد چې د عبدالاحمد زاغ په نامه یادېدو د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
له یادې قومندانۍ په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوموړی قومندان څو ورځې مخکې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې سخت ټپي شوی وه چې له همدې امله مړ شوی دی.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
یاد وزارت وايي چې دا عملیات د هملند په نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
په دې عملیاتو کې د ۹ وسلهوالو طالبانو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی شوی دی.
د افغان ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.