د ملي دفاع وزارت تېره ورځ(شنبې د وري۴مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۶۳ ترهګر وژل شوي دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو ترهګرو کې ۱۴ تنه د داعش ډلې غړي هم شامل دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش څرګندوي چې افغان ځواکونو دا عملیات په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په ننګرهار، ارزګان، فراه، کندهار او پکتیا ولایتونو کې ترسره کړي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.